نظــر

شپږم د جدي او زمونږ نن!

لیکوال: خیرالله شینواری

خيرالله شينواری

روسانو ۳۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د ټولو نړيوالو او بشري قوانينو برخلاف زمونږ په ګران هيواد حمله وکړه، د ولسمشر حفيظ الله امين په ترور يې د افغانستان د واګې اخيستو ناکام کوښښونه پيل کړل.

افغان امپراتور ماتونکي ولس د خپلې خاورې دازادۍ او خپلې سياسي خپلواکۍ د بيرته تر لاسه کولو په موخه په تش لاس، په خپلو پڅو تورو، د کروندې په لورونو، چړو ، يو نيم چريز او جزايل ټوپکو او داسې نورو کورنيو وسلو لکه لينده او پلخمانه باندې د نړۍ د سرکښه او يکه تاز زبرځواک شوروي اتحاد په وړاندې ودريدل.

د ملتونو اراده او تصاميم، د ولسونو خاوره او ملکيت هېڅکله د زور له لارې نشي يرغمل کيدای او کله هم يرغلګر په يوه ملت خپله خوښه او اراده د زور او قوې د استعمال له لارې نشي تحميلولای، د افغانانو تش لاسي مقاومت د نړۍ په هره برخه کې انګازې وکړې، د هرات قيام او د کنړ په شان حماسو په نړۍ کې د شوروي اتحاد رقيبان د غفلت له خوبه راويښ کړل او وروسته له څو کلن مقاومته يې د افغان مجاهدينو مرستې ته راودانګل، دغو مرستو د مجاهدينو صفوفو کې د ماديات پرستۍ لالچ پيدا کړ او بلاخره د نورو ګڼو مسائلو او دلايلو پر بنسټ د مقاومت ليکه په اوو لويو ګوندو او شاوخوا پنځوس کوچنيو ډلو او ډلګيو ووېشل شوه، د سيمې په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونو استخباراتو چې د افغانستان سياسي ثبات يې د ځان په زيان باله او خپل ستراتيژيک عمق يې تعقيباوه ددغو ګوندونو او ډلو په رامينځته کولو کې مهم او کليدي رول لوباوه، بلاخره له لس کلنې جګړې وروسته شوروي مات شو، سپېڅلې فريضه “جهاد”بريا ته ورسېد، خو متأسفانه ثمره يې د افغانانو پر ځای د بل چا شوه، يو ځلې بيا مونږه جګړه وګټله سياست مو بايلود، کورنۍ جګړه پيل شوه او پخپلو کې سره ونښتو. کابل او لوی ښارونه ړنګ شول، دولتي بنسټونه له مينځه ولاړل، بشري ناورينونه رامينځته شول، انساني فاجعې وشوې او د نويمې لسيزې پېښو د افغانستان د معاصر تاريخ د تورو تيارو باب ثبت کړ.

نن اتلس کاله وروسته مونږ د امريکايي يرغل د پای په حالت کې قرار لرو، يوه ګټه چې مونږ د ملت په توګه کړې هغه د طالبانو د صف توحيد دی چې د يرغلګرو له وتلو وروسته د نويمې لسيزې د تکرار د مخنيوي لپاره ولس ته اميدواري ورکولای شي.

چې له تېره مو سبق اخيستی وي مونږ افغانان بايد دا ځل د جګړې تر څنګ سياست خامخا وګټو، دا ځل به يوه کوچنۍ تيروتنه مونږ ته ډير زيات زيان ورسوي، مونږ يعنې طالبان+حکومت او افغان ولس له بهرنيانو د خپلو ملي ګټو د تضمين په رڼا کې له بهرنيانو سره د يوه داسې تعامل غوښتونکي و اوسو چې افغانستان وژغوري، خپلواکي يقيني کړي او افغانستان د دائمي ثبات خاوند کړي، طالبان به له حکومت سره او حکومت به له طالبانو سره يوه ورځ خامخا کښېني، ځکه چې د هرې شخړې غوټه په خبرو خلاصيږي خو د مسؤلو اړخونو په توګه بايد دواړه طرفه د بهرنيانو په مقابل کې د افغانستان دفاع او بيا خپلو کې د روغې جوړې او يو بل منلو له لارې د افغانستان د کړېدلي ولس ارمانونو ته تحقق وروبښي.

وما عليناالالبلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دروند او مجاهد ورور شینواری صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ! ستاسی یوه مرکه می د کوم تلویزون سره فکر کوم یو څه وخت دمخه ولیدله ډيره می خوښه شوه او ستاسی زړورتیا او ایمان می پکی خوښ شو ، هیله مند شوم چه افغانستان چه داسی ځلمیان لری نه ورانیږی انشالله که تر دی هم خارجی لیوان او داخلی ګیدړان نور هم زیات شی. فکر هماغه وخت چه په تاسی باندی د کابل د ګیدړانو له خوا خونړی برید وشو ، بی کچی خوابدی شوم مګر زه له تاسی ډير لیری ووم غیر له دعا نور می څه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

شیواری صاحب ، یو ځل می بیا نیکی هیلی ومنی ! لمړی : د پرونو او نننو غلامانو لکه ترکی، امین ، نجیب ، کرمل، کرزی او غنی او داسی نورو سره د ولسمشر نوم ویل د ولسمشر نوم ته توهین دی د معنی له مخی هم ناسمه دی . ولسمشر هغه ته ویل کیږی چه د ولس له خوا د ولس د خدمتو دپاره خبل ولس ټاکلی وی خبره نه اوږدوم دوی برخلاف دوی ته باید ولس او ازادی پلورونکی باید وویل شی چه د ولسمشر سپیڅلی اصطلاح ته توهین نه وی شوی او ثواب هم تر لاسه کړی… نور لوستل »

جميل

شينواري صيب تاسو غلام حكومت او اازاد طالبان په يوه پله تللي دي او پر دوارو مو د بهرنيانو په مقابل كي د دفاع ژغ كرى پدى دوارو كي ستاسو بى انصافي له ورايه شكاري . طالبان به خامخا له دولتيانو او نورو گيدرانو سره كيني او خبري به كوي خو هغه وخت چي باداران يى وتلي وي او دا خبري به لكه سنگه چي يى كابل ميشتي ليكوالان زمزمه كوي هسي نوي ، دا خبري به يوازي او يوازي د دولتيانو او نورو بگيلو په تسليمى متمركزه وي نه د واك په ويشلو كي لكه سنگه چي تاسو يى… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x