ورزش

د کرېکټ نړیواله ټرافي نن ورځ په بامیان تاریخي ولایت کې/ انځورونه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیواله ټرافي چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راوړل شوه، له کابل وروسته د لرغوني تاریخي ولایت بامیان ته ویوړل شوه چې په تاریخي ځایونو کې نندارې ته وړاندې شوه.

دغه نړیوال جام د یو شمېر کرېکټ بورډ چارواکو او د ملي لوبغاړو په ملتیا د بامیان تاریخي ولایت ددې جام کوربه و، چې د نندارې مراسم یې په ډیره خوښۍ سره د یوې ناستې ترمخ ونمانځل شول.

له دغې ناستې وروسته دغه جام د بودا مجسمې سیمې ته ویوړل شو او دغه راز په دغه سیمه کې د افغانستان ملي او تاریخي لوبې (بزکشي ملي لوبه) مراسم هم ترسره شول، په پایله کې د کرېکټ نړیوال جام سره خلکو ګروپي او ځانګړي انځورونه واخیستل.

یاده دې وي چې د چهارشنبې په سهار دغه ټرافي کابل ته راورسېده، چې د غازي امان الله خان په پخوانۍ ماڼۍ کې ورته مراسم نېول شوي وو او د کرېکټ ملي لوبغاړو ورسره ځانګړي او اجتماعي عکسونه واخیستل.

د ۲۰۱۹م کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیواله ټرافي لومړی د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د امنیتي ستونزو له کبله له راوړلو منع کړې وه، خو د کرېکټ بورډ خواریو او ډاډ ورکونې آی سي سي اړ کړه چې دغه هېواد ته یاد جام راواستوي.

د یادونې وړ ده چې یاد جام به له بامیان ولایت څخه وروسته د هرات او بیا کندهار ښار ته واستول شي، چې له ځانګړې نندارې او مراسمو وروسته به بیرته سویلي افریقا هېواد ته واستول شي چې هلته به خپل سفر پېل کړي.

د بامیان لرغوني تاریخي ولایت کې د کرېکټ نړیوال جام انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x