پر افغانستان د شوروي یرغل د ۳۹ کلیزي په اړه

سرليکنه
نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ، د یرغل له ۳۹ کلیزې سره برابره ده .

پر همدې ورځ مغرورو شورویانو د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانستان پر سپیڅلی حریم وحشیانه یرغل وکړ او پوره لس کاله یې بي وزله افغانان د لور او څټک په وحشت وځورول.

خو افغانان یې وحشت ته تسلیم نه شول بلکې له هغوي سره یې ډیر په نره مقاومت وکړ، داسې مقاومت چې بالاخره د شوروي لويي امپراتوري په ړنګیدو او شړیدو پایته ورسیدو.

د افغانانو د دغه تاریخي مقاومت له برکته په نړیواله جغرافیه کې ډیر بدلونونه راغلل چې په نتیجه کې یې امریکا د نړۍ په یوه ځواکمن طاقت بدله شوه.

دا خبره هم امریکایانو او هم ټولو نړیوالو درک کړې چې د امریکایانو ټول پوځي ، اقتصادي، تخنیکي او سیاسي امتیازات د افغانانو د سرښندنو او د شوروي یرغلګرو په مقابل کې د هغوی د جهاد محصول دي.

خو احسان فراموشه امریکایانو د دې په ځای چې د خپلو محسنینو (افغانانو) د احسان بدله ورکړي ، دوي ورباندې په ډیره سپین سترګې یرغل وکړ او دادی پوره ۱۷ کلونه کیږي چې مظلوم افغانان د متمدنو امریکایانو لخوا تر داسې وحشتونو لاندې دي چې نامتمدنو شوروي اشغالګرو یې تصور هم نه و کړی.

خو افغان ځوریدلی ولس چې د شورویانو او بیا تنظیمي جګړو سخت ځپلی هم و په تش لاس یې د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د نړیوالو جنګي ایتلافیانو هم په خورا شهامت مقابله وکړه ، دا مقابله چې د شورویانو د یرغل تر مقابلې ډیره هیښوونکې او تاریخ سازه مقابله وه هم بالاخره د امریکایانو په ناکامي او افغان غیرتي ولس په ښکاره پوځي ، سیاسي او اخلاقي بریالیتوب منتج او نن یې له برکته امریکایان کټ مټ په هغه برخلیک مبتلاء دي په کوم چې شوروي اشغالګر مبتلاء شوي وو، خو په دومره توپیر چې شورویان د دوه قطبي نړۍ د یوه جهت په حیث اما امریکایان د یوې قطبي نړۍ د يوه برلاسي او مقتدر ځواک په توګه د افغانانو په مقابل کې مات شوي دي ، داسې مات چې اوس له افغانستانه د وتلو او دلته د پاتې کیدولو ترمنځ لاره ترې ورکه ده.

اوس چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مفتضحانه شکل له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بیرته ایستلو تصمیم نیولی دا یو داسې تصمیم دی چې تر ده وړاندې د نورو امریکايي ولسمشرانو حماقت ورباندې جبیره کیدای شي.

هغوی باید په افغانستان کې د شوروي اشغالګرو له شکست نه په عبرت اخیستو سره مخکي تر دې چې نوم یې د پخواني متحده ایالاتو په نوم بدل شي له افغانستانه خپل ځواکونه پرشا او افغانان پریږدي چې په خپله د خپل هیواد د برخلیکه په اړه تصمیم ونیسي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

په تير دری قرنو کي دری لوی قوتونه تير شوي ،انګريز چي پخپل وخت کي به يې ويل چي زمونږ په ملک کي لمر نه لويږي ، روس چي د بريژنف په وخت کي يې بيخي غُرې وهلې ، او دا د ۱۸ کلو مخکي امريکا چي مشرانو يې بيله کومي حيا ويل چي مونږ نړۍ رهبري کوو ، په زغرده يې اعلان وکړ چي يا زما سره او يا زما په خلاف ، په ټوله نړۍ کي يو د نر زوی نشو پيدا چي ووايې زه به بيطرفه پاته شم . همدې دروسرو د وخت ګبرو ته چي هر… نور لوستل »