ورزش

کرېکټ: ډيل سټين په مات ځان د شان پولک ريکارډ مات کړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سويلي افريقا لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي ډيل سټين د يادې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او تکړه آلراونډر شان پولک د زياتو ويکټو اخيستلو ملي ريکارډ مات کړ.

شان پولک چې د نړۍ يو له غوره توپ اچونکو څخه و په تيسټ سياليو کې د سويلي افريقا لوبډلې لپاره تر ټولو زياتې (۴۲۱) ويکټې اخيستې وې.

وړمه ورځ ډيل سټين چې چټکه توپ اچونه کوي دغه ريکارډ مات کړ او (۴۲۲) ويکټې يې پوره کړې او د سويلي افريقا تر ټولو زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی شو، نوموړي د پاکستان لوبډلې پر وړاندې په ټيسټ لوبه کې د فخر زمان ويکټې په ترلاسه کولو دغه کارنامه پوره کړه.

ډيل سټين په ۸۹ لوبو او ۱۶۲ پاڼيو کې ۴۲۲ ويکټې واخيستې، چې برعکس شان پولک په ۱۰۸ لوبو او ۲۰۲ پاڼيو کې ۴۲۱ ويکټې اخيستي، په دې ليست کې مکايانټيني په درېيم نمبر دی چې ۳۹۰ ويکټې يې اخيستې دي.

ډيل سټين ته تېرې اوږدو کې ټپي کېدو يو شمېر ستونزې جوړې کړې، نوموړي له ۴۰۰ تر ۴۲۲ ويکټو ۴۲ مياشتې وخت ونيو، په ۲۰۱۵م جولايي مياشت کې په ۸۰ لوبو کې ۴۰۰ ويکټې پوره کړې وې خو ۲۲ ويکټو يې ۹ لوبې او درې نيم کاله وخت ونيو، نوموړی لومړی خراب فارم او بيا ټپي کېدو له لوبډلې لرې کړی و.

همدا ډول سټين د نړۍ درېيم لوبغاړی شو چې چټکې ۴۰۰ ويکټې پوره کوي، له ده وړاندې موتيا مورلي درن او ريچارډ هارډلي په لومړي او دويم نمبر دي.

د ډيل سټين له نورو ريکارډونو څخه يې: نوموړي ۲۶ واره په يوه لوبه کې پنځه يا له هغې زياتې ويکټې اخيستي، چې د سويلي افريقا لوبډلې لپاره ريکارډ دی، نوموړی دا مهال په يوه سيالۍ کې د لسو ويکټو ريکارډ هم لري خو کاګيسو رباډا به يې ډير ژر ريکارډ مات کړي.

ډيل سټين د خپل ريکارډ په هکله وايي: «زه له ټپي کېدو وروسته يوازې ددې لپاره نه يم راستون شوی چې يوه ويکټه واخلم، د شان پولک ريکارډ مات کړم او بس، بلکې زما د لوبې کيريئر لا پاتې، زه خپل ځان اوس هم ۲۳ کلن محسوسوم، د نوموړي له وينا سره سم غواړي چې په ټيسټ لوبو کې ۵۰۰ ويکټې پوره کړي.

د يادونې ده چې په ټيسټ سياليو کې د زياتو ويکټو ريکارډ له سريلنکايي سوکه توپ اچونکي مورلي درن سره دی چې ۸۰۰ ويکټې يې اخيستې دي، په دويم نمبر استرالياوی سوکه توپ اچونکی شين وارن د ۷۰۸ ويکټو سره او هندی سوکه توپ اچونکی انيل کومبلی د ۶۱۹ ويکټو سره په درېيم نمبر دی، په چټک توپ اچونکو کې زياتې ويکټې د انګلستان توپ اچونکي جيمس انډرسن اخيستي چې ۵۶۵ ويکټې دي، نوموړي څه موده وړاندې د ګلين ميګرات ريکارډ مات کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x