په ټوکو ټوکو مي بلله …

احمد مختار

امریکايي ولسمشر دونلد ټرمپ د کرسمس لمانځلو په مناسبتي ټویټ کې خپل ولس او حتی د ده په خبره ټګمارې میډیاته د ښوهیلو وړاندې کولو ترڅنګ د امریکايي پولو ساتلو، تجارتي معاهدو لاسلیکولو او خپل هیواد ته د امریکايي سرتیرو د بیرته ستنولو ژمنه کړې ده.

سره له دې چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د بیرته ستنولو په اړه د ټرمپ دغې تګلارې د امریکا د سیاسي او پوځي کړیو ترمنځ ترنګلتیا را پیدا کړې.

په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکی ګوند متنفذ غړی سناتور لنډزي ګراهم وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پرشاتګ په امریکا کې د بلې سپتمبر پیښې د رامنځته کیدو احتمال لري .

همدا راز د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس او د یاد وزارت اړوند جنرالان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو مخالف دي ، تر دې چې د جیمس مټیس په شمول ځینو لوړو پوړو چارواکو د ټرمپ لخوا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو له امله له خپلو دندو څخه استعفاوې هم ورکړي.

خو خبره دا ده چې که جیمس مټیس له دندې استعفا کوي او که سناتور لنډزي ګراهم د دوهم سپتمبر پیښیدنه متوقع بولي، ټرمپ پتییلې چې خامخا به خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

ځکه نوموړی د یوه پانګوال سیاستمدار په حیث دا درک کړې چې که یې ځواکونه نور په افغانستان کې پاتي کیږي دا به د امریکايي هغه اقتصاد د شړیدو لامل کیږي کوم چې امریکا ته یې په هرڅه کې نړیوال تفوق وربښلی دی.

همدا ځای دی چې ټرمپ د خپلو اقتصادي او استراتيژیکو مصالحو د تحفظ په خاطر نور نه غواړي چې د ده په خبره د
امریکایانو په زحمت ګټل شوي پیسې دي پر بل چا ولګیږي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پرشاتګ د امریکایانو ترڅنګ هغو افغانانو ته هم یو د خوښۍ زیری دی چې د دوۍ له لاسه یې آرام ژوند نا آرامه او خواږه خپلوان یې د بګرام ، څرخي پله او کیوبا په زندانونو کې د کړاو شپې سبا کوي.

خو د هغو افغانانو لپاره بیا ډیر بوږنوونکی خبر دی چې په افغانستان کې ژوند یې د همدې امریکايي اشغالګرو په شتون پوری تړلی دی .

اصلا د هغوی ژوند مصنوعي ژوند دی ، مصنوعي په دې معنی چې د اجنبیانو په شتون پوري تړلی دی ، که هغوی ولاړشي د دوی د ژوند شونتیا هم ورسره ځي …

خو دوی د خپل همدغه مصنوعي ژوند د مزو په نشه کې دومره خُمار وو چې په خیال کې یې هم د خپلو امریکايي دوستانو د تللو فکر نه کاوه ، که به کله هم د مجاهدینو د بریدونو له امله د دوی نازولي میلمانه ( امریکايي اشغالګر) خسته خاطر او د افغانستان پریښودلو خبره به یې کوله دوی به هغه واقعیت نه ، بلکې ټوکه بلله …

خو اوس چې ټرمپ د هغو په ایستلو کې جدی دی نو دوی هر یو په نه هیلې حالت کې له ځانه سره دا ټپه تکرار
وي …

په ټوکو ټوکو مي بلله … د آشنا کډې په ریښتیا له ملکه ځینه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

په ټوکو ټوکو او می ګڼله نو د اشنا کډه په ریښتیا له مکله ځینه له ملکه ځینه وی پاڅی غنی لالیه اوبه دی وړینه.
اوس به غلامان په بادارانو پسی خود ژاړی.

لونګ
میلمه
لونګ

بس همدا خبری کوي، داسی هغوی غلامان وایی او هغوی تاسو ته. ولی ملت #############

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اشنا او که د وحشی دشمن ؟