ټولنیزه برخه

یو نیک پاچا د خپل ورور د اعدام حکم ولي وکړ؟! (د عبرت کیسه)

له عربي نه، ژباړه: م. حمد الله دانشمند

کیسه کا: یو پاچا و، چې په لرې او نږدې سیمو کې په مېړانه، تقوا او صلاح یادېده. یوه ورځ د خپلو وزېرانو، مشاورينو لوړ رتبه مامورینو او د خپل ستر پوځ په بدرګه یوې سیمې ته په سفر ووت. د لارې په اوږدو کې یې دوه پرهیزګاره، دینداره او دینپاله وګړي تر سترګو شول، چې پر لاره روان دي. پاچا له خپل آس نه ور کښته شو، سلام يې ور واچاوه، روغبړ یې ور سره تر سره کړ، هغوی ته یې د ښېرازه ژوند دعا وکړه. وزیران د هغه په دې کړنه غوسه شول او دایې د هغه په لوړ مقام او اوچت منصب یو بد ګوزار وګاڼه.

وزیرانو د پاچا سکني ورور ته شکایت وکړ، چې پاچا سلامت په لوی لاس ځان سپک کړ، له خپل آس نه و دوه عادي، بې منصبه او بې وزله عامو وګړو ته ور کوز شو، د هغوی درناوی یې وکړ؛ فلهذا زمونږ غوښتنه دا ده، چې هغه خبر ګړې، چې داسې کړنه له هغه سره وړ نه ده، باید تکرار نشي.

ورور ور ته د ورورولۍ له مخې یاده ماجرا (پېښه) بیان کړه، او په همدې کړنه یې ور ته سپکې سپورې وویلې.

پاچا خپل ورور ته کړه: تر سبا انتظار شه، ځواب در کوم.

په سبا پاچا و منادي ته کړه: ولاړ شه د ښار په ټولو څنډو کې اعلان وکړه، چې د پاچا سکنی ورور دار ته خېژول کېږي، اعدامېږي، باید شاهي مانۍ ته را غونډ شئ. هغه هم همداسې وکړل، خلک حیران شول، د ورور له کوره یې د نائحو سوو ساندو او کړیکو سیمه پر سر واخیسته. وسلوالو پوځیانو هغه لاس تړلی شاهي ماڼۍ ته را وست، تر څو د وزیرانو، لوړ رتبه چارواکو او عام ولس په وړاندې تېزندۍ (اعدام) شي.

بېوزله ورور چې کله د خپل پاچا په وړاندې را حاضر کړل شو، په لړزانده ژبه او تړمو اوښکو یې له هغه نه د ترحم او بښنې غوښتنه وکړه، د اخوت (ورورولۍ) ځولۍ یې د صلې په توګه ور ته وغوړوله، چې لاسلیک شوې پریکړه بیرته لغوه کړي!

پاچا ور ته کړه: اې کم عقله! تا یواځې د خپل پاچا ورور د منادي (اعلان کوونکي) له وېرې ژړا او واویلا وکړه، یو ناڅېز انسان ته دي د زاریو ځولۍ وغوړوله، سره له دې چې هغه ستا په څېر یو بنده ده، په داسې حال کې چې تا کوم جرم، جنایت هم نه دی تر سره کړی، چې د وژنې او تېزندۍ جوګه شې.

وروره! تا څنګه زه یواځې له دې امله ملامت وګڼلم، سپکې سپورې دي را پیل کړې، چې خالي له آس نه په دې موخه را کوز شوم، چې په دینپاله، اسلامپاله او پرهېزګاره شخصیتونو سلام واچوم او محض د دیانت له کبله یې درناوی وکړم. کله چې د ښکلا د خالق منادي راشي او له دې امله مې و دوږخ ته را کاږي، چې ما د هغه – جل جلاله – په نیکو بندګانو لویي کړې وي؛ نو د کوم عذر پر مټ به ترې ځان و ژغورم؟! ولاړ شه ما ستا په اړه پریکړه لغوه کړه؛ خو نږدې ده چې تاسو د وزارتونو، عهدو، شتمنیو او پوځي دندو څښتنان به خبر کړم، چې په الله پاک رښتینی ایمان، د هغه – جل جلاله – د مبین دین په احکامو عمل څه دی. دا راز به د یو ښېرازه انسان قیمت در ته په ډاګه کړم؛ لکه مې چې د کبر جن انسان په اړه خبر در کړ، که څه هم پاچا، وزیر او شتمن وګړی وي.

د غونډې د ګډونوالو په خولو د سکوت مهر وهل شوی، سپڼ هم د چا له خولې نه، نه وزي، ټول د پاچا د وینا په تمه دي.

لږ شېبې وروسته پاچا، خپل خادم ته سپارښتنه وکړه: ولاړ شه دواړه صندوقونه زما په وړاندې حاضر کړه. هغه دواړه صندوقونه د پاچا او د غونډي د ګډونوالو مخې ته کېښودل. یو له سرو او قیمتي کاڼو، بل له عادي لرګي نه پنځول شوی و.

پاچا غونډې ته کړه: کوم یو صندوق قیمتي دی؟

ټولو په یوه خوله ور غبرګه کړه: له سرو، ملغلرو او قیمتي کاڼو نه، پنځول شوی صندوق هرو مرو له هغه بل نه، قیمتي ده. شونې ده، چې یو بې ادراکه شخص هم یاد تمیز درک کړي.

پاچا چې کله د هغوی ټولنیز ځواب واورېد؛ یو خادم یې امر کړ، چې له لرګي نه جوړ شوی صندوق پرانيزي. هغه چې کله پرانست، ترې د مښکو، عمبرو او نورو ارام بښونکو عطرو خوشبویه بوی حس شول. کله چې د کتونکو سترګې پر صندوق را قرارې شوې؛ نو ویې موندل، چې هغه له سرو، یاقوتو، ملغلرو او نورو قیمتي توکو نه ډک دی، چې پړک او زرینو وړانګو یې وکتونکو ته خوښي ور بښله. د غونډې ټول ګډونوال ور ته ګوته په غاښ وو.

دوهم (کوم چې له سرو نه جوړو و) چې یې پرانست؛ نو هغه له قاذوراتو (ګندګیو) نه ډک و. ټولو د هغه د بد بویي له امله پوزې و تړلې.

یاد صالح پاچا ور ته کړه: په باوري توګه مومن د لرګي د صندوق په څېر ده، ناپوه یې قدر نه پېژني؛ ځکه د هغه په سینه، پوهه، حکمت، صلاح، ښه نیت او… هيڅ پوی نه ده. کبرجن، شتمن، کوم چې د الله پاک پر بندګانو مال نه بایلي، جابر پاچا او ظالم وزیر د سرو د صندوق په څېر دي، په ښکاره ښکلی؛ خو باطن: ګېډه، دماغ او سینه یې د قاذوراتو په څېر له بدبویه کبر، غرور او بدو فکرونو نه ډک وي.

هغوی چې کله حق ولید؛ د نوموړي نیک پاچا په ژور فکر او غښتلي حکمت یې آفرین ووایه، له هغه نه یې د بښنې غوښتنه وکړه.

له عربي نه، ژباړه.

الله پاک دي مونږ له کبر، غرور، ظلم او له نورو ناوړه ګناهونو نه، وساتي. که مو بشپړه ولوسته؛ امین لیکل مه هېروئ!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x