نظــر

د جدي د ۶ خاطره

شاهد (غزنیوال)
د ۱۳۶۷ کال د جدې د میاشتې ۶ ورځ پر افغانستان د شوروي یرغل له ۹ کلیزې سره برابره وه .
مونږ ۲۶ تنه مجاهدین د شپې په تروږمي کې د ترګان له غره نه د غزنې د ښارپه لورې را وخوځیدو.
د ترګان غر د غزني ښار شمال لویدیځ ټه په لنډه مسافه کې موقعیت لري.
د غزني ولایت مرکزي جبهې چې مشري یې هغه مهال د شهید مولوي نیک محمد توکلي په غاړه وه هم په دې غره کې مستقره وه.
یاده جبهه د غزني د مرکز په سطحه تر ټولو مجهزه ، منظمه او قوي جبهه وه .
مونږ د یادې جبهې د یوه ښاري چریک قومندان شهید فاروق سره د غزني ښار شمال لویدیځ د لاغرې کلي ته راغلو.
ورځ مو هملته تیره کړه او د جدېې د شپږم په شپه کې پیاده له لاغرې کلي څخه د ښار مرکز د ګډولو او آهنګران ساحې ته ولاړو.
ګډول او اهنګران سیمې چې د حکیم صاحب سنايي زیارت په جوار کې موقعیت لري هغه مهال له دولت سره د مجاهدینو د جګړې لومړۍ کرښه وه .
خلګ تري ټول کوچیدلي او کورونه یې د دولت او مجاهدینو ترمنځ په جګړه کې په کنډوالو بدل شوي وو.
مونږ تر لمر راختو وړاندې په همدې کنډوالو کې ځای پر ځای او له ماسپښین نه وروسته مو د غزني پر ښار د برید لپاره تیاری کاوه.
د جديي په ۶ ورځ به هرکال مجاهدینو په ټول افغانستان کې د ولایتونو مراکز په تیره هغه ځایونه چې شوروي سرتیرو به ورکې شتون درلود تر برید لاندې نیول.
په دې ورځ هم د غزني ښار له څلورو خواوو څخه د مجاهدینو د توپچې قواو تر برید لاندې وو.
مونږ د تهاجمې مجاهدینو په ګروپ کې په پټه، پټه د دښمن تر کمربندي پوستو ځان ورساوه .
دا سیمه ډیره خطر ناکه او د دښمن تر دقیق نظارت لاندې وه ، ځکه هغه د بالا حصار او تُرکِ حَضرت د توپچې تر بریدونو داسې لاندې وه چې که به عادي فرد هم دلته لیدل کیده د دښمن لخوا به په ډیره آساني سره په نښه کیده.
خو مجاهدین په ډیرعادي ډول همالته په خپلو مورچلونو کې منسجم شول.
د غرمي ډوډۍ د ښار له منځه یوه بګۍ وان د آس په بګۍ ( ټانګه ) کې راوړه.
ډوډۍ له ګرم کباب سره وه ، داسې ګرم چې د جدي د میاشتې سړزي ( یخنې) یې په مجاهدینو هیره کړه.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته مو د ماسپښین لمانځه لپاره تیاری وکړ، د اوداسه لپاره اوبه نه وي ، لمونځ مو په تیمامه اداء کړ او نور هرڅوک په خپل خپل مورچل کې د مجاهدینو د توپچې له لوري د برید په پییلیدو سره د برید قوماندې ته منتظر وو.
مجاهدینو چا اذکارویل ، او چا له یادو تلاوت کاوه .
د ښار په فضاء باندې د روسي چورلکو ټیټې الوتنې او په هرمشکوک ځای باندې د هغوی بیدریغه راکټي بریدونو د غزني ښار جنګي وضعیت نورهم سام جن کړی و.
په همدې حال کې یوه مجاهد د دې لپاره چې له نورو مجاهدینو څخه د جګړې سام لري کړي یو په یوه په ګډیدا پیل وکړ، آرپي جې ، راکټ یې له مرمۍ سره په اوږه کې وه خو دی له هغه سره په یوه خاص مهارت په ډیر نادر کیفیت سره ښوریده راښوریده.
جالبه دا وه چې ګډیدا ( نڅا) یې هم خپله کوله ، آواز یې هم خپل ورسره وایه او له خولې څخه یې د ډول وهلو نادر غږونه را ایستل.
دا ځوان شیلا نومیده او په مجاهدینو کې په بچه یې زنبور مشهور و، شنې سترګې ، خورمايي ویښتان ، او نسبتا ښه ځوانې یې لرله .
نوموړی اصلا د دې سیمې اوسیدونکی او تازه د دښمن له لیکو څخه مجاهدینو ته راغلی و.
تر ده کشر ورور یې له دولت سره بندي و.
د جګړې د لومړۍ کرښې په هماغو حساسو شیبو کې د شیلا دغو ظریفانه حرکاتو د مجاهدینو چورت بدل کړ.
شیلا لا هماغسي په خپلو ظریفانو حرکاتو او اواز ویلو مصروف و چې د ښار له جنوبه د مجاهدینو توپچي بریدونه پیل شول.
له دې سره سمدستۍ تهاجمي مجاهدینو هم د الله اکبر په ویلو سره د دښمن پر امنیتي پوستو برید وکړ.
شیلا هم ځای په ځای آر،پي،جي راکټ له خپلې اوږې راکوز او په یوه نیمره ځای کې یې د ګونډې په وهلو سره په مسلسل ډول د دښمن پر ترټولو نیږدې نقطې ډزونه وکړل.
تر څو چې دښمن ورباندې ځوابي ډزوته ځان برابراوه ده خپل سنګر تخلیه او چیرته لیري یې ځان غلی کړ.
د جديي د ۶ په مناسبت د مجاهدینو دې برید تر ماښام تیاره پوري دوام وکړ، زمونږ په استقامت کې څوک نه شهیدان او نه هم ټپیان شول خو له ښار نه بهرد سفندې کلې ته نیږدې له ښار څخه یو وتونکی موټر چې د قره باغ ولسوالۍ خلګ ورکي سپاره وه د روسي ځواکونو د څرخکې لخوا په نښه او له لومړي راکټ سره تر موټر د اور لمبې جګې شوې چې ټول ۲۲ ورکې ناست کسان د اور خوراکه شول.
هغه مهال روسانو د غزني ښار په حنوب ختیځ کې د یونټ په نوم مرکزي قرار ګاه لرله چې د غزني په شمول به یې د پکتیا او پکتیکا عملیات یې هم له دې ځایه تنظیمول.
کومې څرخکې چې د غزني ښار د دفاع لپاره د غزني په فضاء کې ګرځیدې هم له دې یونټ څخه پورته شوې وي.
د ولسي خلګو پر موټر د روسي څرخکو برید او له امله یې د ۲۲ ولسي وګړو شهادت هغه بوږنوونکې پیښه وه چې د جديي په ټوله میاشت کې یې تقریبا ټول غزني ولایت اغیزمن کړی و.
له دې خونړۍ پيښې اوس خواوشا دیرش کاله تیریږي چې اوس هم د هماغو سوځیدلو شهیدانو شهادت ځای د غزني ښار او سفندې کلي ترمنځ په هواره دښته کې موجود او د شهیدانو د زیارت په نوم ورباندې شناختي رپیږي.
خواوس چې مو هیواد د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې دی په هر کلي او سیمه کې مو نیږدې هره ورځ داسې خونړۍ پیښې رامنځته کیږي چې ۳۰ او ۴۰ تنه کلیوال د امریکایانو په یوه بم په داسې بوږنوونکي ډول شهیدان وي چې د ټوټه کړل شویو جسدونو د نه معلوم والي له وجې په دسته جمعي قبرونو کې خاورو ته سپارل کیږي.
په راتلونکي کې به بیا همدا د شهیدانو دسته جمعي قبرونه په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو د وحشت د یاد ګارپه نوم یادیږي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

غزنیوال صاحب سلامونه او نیکی هیلی،
د دسته جمعی قبرونو په هکله د لیکلی دی، د دستی جمعی قبرونو حساب له امریکایانو سره دا دی راوان دی،او ډیر زر به له روسانو سره هم وګورو.
خو د دا دسته جمعی وژنی لکه ،ځانمرګی بریدونه،ځانمرګی بمونه،تهاجمی بریدونه،چه د سلو سلو نه اضافه کسان پکی وژل شوی دی د قاتلین څنګه کوو.مثال
دوه شپته زره کابلیان مسعود ګلبدین مړه کړل
په زرګونو دوستم مړه کړل
دوه ویشت زره عسکر څلورو کالو کی طالیبانو مړه،څومره ملکی ولس مړه کړل؟نور څومره د وژنی هدف دی؟راځی چه د سولی په باره کی نور اقدام وکړو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x