مصر کې چاودنې ۱۵ سيلانيانو ته مرګ  ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل):د مصر پلازمنيې لويديځ ارهراماتو سيلاني سيمه کې د ويت نامي سيلانيانو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې درې ويت نامي سيلانيان او هغوی یو مصری لارښوونکی وژل شوی دی.

د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، په چاودنه کې يوولس تنه ویت ناميان او د هغوی موټر چلوونکی ټپيان شوي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

مصر کې د ۲۰۱۱ کال راهيسې، د ديکتاتور ولسمشر حسين مبارک له نسکورېدو او  ورپسې د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي د حکومت له نسکورېدو وروسته په مصر کې چاودنې او ناامنۍ زياتې شوي دي.

په  تېرو دوو کلونو کې د مصر پر قبطي مسيحيانو او سيلانيانو چاودنې او بریدونه ډېر شوي دي، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید حمیدالله
میلمه
سید حمیدالله

قدرمنو! ستاسو خپاره شوي موضوعات په غور ګورم. یقینا چې په ډېره ښه او علمي توګه خپرونې کوی، خو کله کله داسې هم پېښېږي چې لږ څه املایي تېروتنه ولري، د یوې موضوع خپرېدل مو د پنجشنبې ورځ ۶ نېټه ښودلي او نن د شنبې په ورځ مو هم نېټه اوومه ۷ ښودلې ده چې اوومه نېټه د جمعې مبارکې ورځ وه او نن اتمه نېټه ده. په ټولیز ډول د کره کتنو لپاره که پام وکړی، لیکنې به مو نورې هم خوندورې او د ارزښت وړ شي. مننه