د المان پخوانی پوځي چارواکی: د امریکا له وتلو سره به زموږ ماموریت هم ختم شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د المان پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال هارالد کویات وايي، که له افغانستانه امريکايي عسکر پښې سپکې کړې، نو دا به په دې هېواد کې د الماني پوځیانو د ماموریت پای هم شي.

دویچه‌وله د شپېګل په حواله وايي، دې پخواني پوځي چارواکي دا هم ويلي، چې کله امریکا خپل وروستی ټولګی پوځيان له افغانستانه وباسي، نو المان ته به دلته د پاتې کېدو کوم دلیل پاتې نه وي.

په ورته وخت کې یو بل پوځي چارواکي جنرال اګون چې افغانستان کې يې دنده هم ترسره کړې، ورته څرګندونې کړې دي.

هغه له یوې المانۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې امریکا ووځي، بیا نو د «غوڅ ملاتړ ماموریت» مانا نه لري او د ناټو غړي هېوادونه هم ځانونه وباسي.

هغه د ټولو امریکايي عسکرو تر ایستلو هم صبر نه کوي او زیاتوي چې که يوه برخه امریکايي عسکر ووځي هم؛ نو د دوی عسکر به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

المان د ناټو تر چتر لاندې د امریکا ملګری یرغلګر هېواد دی، چې افغانستان کې اوس د ناټو تر ماموریت لاندې ۱۳۰۰ عسکر لري، چې ډېری يې بلخ کې مېشت دي.

څو ورځې وړاندې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې راتلونکو څو اوونیو کې به امریکا خپل نیمايي عسکر له افغانستانه وباسي، چې افغان ولس يې هم پراخ هرکلی کړی او دا يې د سولې په لوري عملي ګام یاد کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د