افغانستان

بدخشان چارواکي: طالبانو نیولي عسکر خوشي کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې طالبانو د بدخشان مرکز کې د نفوذي ملګري په مرسته پر لسم ماموریت برید وکړ، ګڼ مهمات او شاوخوا لس تنه عسکر يې ژوندي له ځان سر یووړل.

د بدخشان چارواکي وايي، طالبانو دا عسکر د قومي مخورو په منځګړیتوب بېرته خوشي کړي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بدخشي چې د دې عسکرو له دقیق شمېر هم خبر نه دی، ازادي راډيو ته ويلي، «نهه یا لس تنه» چې طالبانو نیولي و، بېرته خوشي کړي او تېر ماښام ارغنج‌خواه ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

هغه منلې چې طالبانو دا عسکر له خپلو ځینو زندانیانو سره تبادله کول غوښتل، خو دوی ورسره منلې نه ده.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ګڼ ورته ګامونه اخیستي او ان کمانډو په ګوتو ورغلي عسکر يې بېرته خوشي کړي دي.

دوی کله کله پخپلو رسمي خپرونو کې هم دولت تورن کړی چې خپل عسکر ورته ارزښت نه لري او حتی د تبادلې لپاره هم نه حاضرېږي، خو دا يې پرلپسې یاده کړې چې حکومت هم باید ورته ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zabihullah

اسلام علیکم. زه د یو ملکی وګړی په حیث وایم: چی دا دومره خلک ولس او نور طالبان چی بندیان دی او تاسو بیرته عسکر خوشی کوی ولی له دولت څخه د خپلو بندیانو او نوروملکی وګړو د خوشی کیدو غوښتنه نه کوی. که تنها عسکر مور او پلار لری چی خوشی کوی یی او دا بندیان چی له دولت سره دی دا سوک نه لری.

جميل

ذبيح الله وروره السلام عليكم ستاسو احساسات د قدر ور دي مسلمانانوته الله(ج) اجازه وركرى چي د كفارو او منافقينو سره بالمثل عمل وكري ، مسلمانان اجازه لري چي د بدى جواب په بدى وركري خو كه عفوه او إصلاح وكري الله(ج) به نور اجر وركري ، طالبان اجازه لري چي خپل بنديان ووژني،بندي يى كري، غلام يى كري ، له هيواده يى وشري او يا خوشي يى كري . دا چي د طالبانو تحريك د جيدو مجاهد علماؤ له لوري امريت كيژي پاك الله(ج) دير صبر او گزشت وركرى او په همدى كي يى خير دى كنه هر كال… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x