امریکايي رسنۍ: ټرمپ پنټاګون ته د عسکرو د ایستلو امر نه دی کړی

سپینه ماڼۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): امريکايي رسنۍ بلومبرګ د سپینې ماڼۍ د یو ویاند ګریټ مارکس په حواله وايي چې دوی پنټاګون ته امر نه دی کړی، چې له افغانستانه ووځي.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنیو د ټرمپ د هغه غور خبر ورکړ، چې له افغانستانه د نیمايي عسکرو ایستلو پلان لري.

مارکس ویلي، دوی لا هم پنټاګون ته نه دي ويلي، چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پر پلان کار وکړي.

تر دې څرګندونو وړاندې واشنګټن پوسټ هم ورته خبر ورکړ، چې امریکايي چارواکي پر دې مسئله غور کوي چې خو لا هم وروستۍ شوې نه ده.

د سرچینې په وینا امریکايي پوځي چارواکي له سخت حالت سره مخ دي او تر اوسه لا هم مسئله ګونګه پاتې ده.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل چې دوی ته لا د وتلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

یوه اوونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا به نږدې څو اوونیو کې پوره نیمايي ځواکونه له افغانستانه وباسي، چې افغان ولس يې تود هرکلی کړی وکړ.

تبصرې (4)

  • د امریکایانو وتل او پاتی کیدل د افغانانو په لاس کی دی،هغه ځکه که چیری افغانان په خپل منځکی سر ه کینی او یو بل سره جوړ شی نو امریکا په افغانستان کی څه کوی؟
    په اولسو کالو کی امریکایان دوه زره څلورسوه عسکر مړه شوی دی،اوپه لکونو افغانان مړه ،مهاجر.معیوب.شوی دی.
    زما په فکر طالیبان په حساب نه پوهیږی،که چیری په حساب پوهیدای نو د افغانانو ګټه او تاوان به یی سره مقایسه کاوه.

    • که طالبان په ګټه ووتاوان نه پوهیدای نوداشرفغنی غوندی به یی لاوختی دبل دغلامی پړۍ په غاړه کی دیوڅه ژوند دخوشحالۍ دپاره اچولۍ وای که دغه طالبانوقربانی نه وای ورکړی ستاپه ژوند دی دآزادۍ نوم په خوله نسواخستلای چه ۷۰صلح وکی چه زورنیی په پسی نه وزی اوس بیادسعودی وابیانوطمعه ورپیداکړی ده چه موږیی سره کښینوو،کفارپروعده وفانکوی چه هروخت طمعه ورته پیداسی نه ځی

  • سعودی افغان حکومت اوطالبان دصلح دپاره جدی ته بللی دی:
    داشرفغنی حکومت اوخپله دۍ ملحد کمونسټ دهری دۍ ډرواغ وایی دملته څخه یی رایی داسلام پر نامه واخستی کم وخت چه قد رت ته ورسید دحکومت دپاره یی تښتید لی خلکیان اوپرچمیان له امریکا اویورپه راوغوښتل اوپر وزارتو یی ودرول دملت یوه عالم اودخوښی نفر یی هم په حکومت کی نکۍ داخل دامریکایانوسره یی امنیتی تړون دخپل ملت دوژلو اوحکومت کولودپاره امضاء کی ګلبدین یی په فریب راوه بالۍ هیڅ وعده یی سرته ونه رسول ددوی ناسته بیله درواغوبل شۍ نه ده دوی چه مخالفه ډ له هرڅه ورته وایی دوی قسم هم ورسره کوی ولی عملی کوی یی نه،الله په قرآنکریم کی فرمایی: اۍ نبی دکفارواومنافقینو(دوی منافقین دی )سره جهادوکه او سختی پر وکه نودالله حکم ترسعودی بهتردی سعودی دټرمپ ملګرۍ حکومت دۍ ،الله په قرآنکریم کی فرمایی:دیهودو اونصاراوو سره دوستی مه کوۍ هرڅوک چه له تاسوڅخه دوستی ورسره وکی ددوی له جملی دۍ اوس نوموږدسعودی حکومت په چلتارومسلمانان بولو اودقرآنکریم پرحکم عمل نکوو ولی چه دوی داوس وخت قارونیان دی. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  • الله(ج) مونژته دا را شودلى چي كه توله دنيا وغواري چي تاته تاوان در ورسوي او يا توله دنيا كه وغواري چي نيكي او گته درورسوي چي الله(ج) يى ونه غواري نه يى شي كولاى ، ددى مثالونه د اسلام په تاريخ كي دير تير شوي چي يو يى همدا اوس په تيريدو دى ، توله دنيا سره يو زاى شول چي طالبان ورك كري خو د الله(ج) رضا نه وه چي دا سپيسلي مجاهدين ورك كري ، ورك لا سه چي الله(ج) نور هم زورور كرل .
    سومره مكرونه او چالونه چي كفار او منافقين يى وكري بياهم الله(ج) خيرالماكرين دى .
    كه نن وي كه صبا امريكا او نور شرمشان به يى هرومرو تشتي او ميدان به همدى خاكساره او پر الله(ج) مينو مجاهدينوته پريژدي إنشاءالله ، كه ترمپ وي او يا كوم بل ليونى هرو مرو به د عسكرو د ايستلو امر وركوي .