سپینه ماڼۍ

امریکايي رسنۍ: ټرمپ پنټاګون ته د عسکرو د ایستلو امر نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): امريکايي رسنۍ بلومبرګ د سپینې ماڼۍ د یو ویاند ګریټ مارکس په حواله وايي چې دوی پنټاګون ته امر نه دی کړی، چې له افغانستانه ووځي.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنیو د ټرمپ د هغه غور خبر ورکړ، چې له افغانستانه د نیمايي عسکرو ایستلو پلان لري.

مارکس ویلي، دوی لا هم پنټاګون ته نه دي ويلي، چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پر پلان کار وکړي.

تر دې څرګندونو وړاندې واشنګټن پوسټ هم ورته خبر ورکړ، چې امریکايي چارواکي پر دې مسئله غور کوي چې خو لا هم وروستۍ شوې نه ده.

د سرچینې په وینا امریکايي پوځي چارواکي له سخت حالت سره مخ دي او تر اوسه لا هم مسئله ګونګه پاتې ده.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل چې دوی ته لا د وتلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

یوه اوونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا به نږدې څو اوونیو کې پوره نیمايي ځواکونه له افغانستانه وباسي، چې افغان ولس يې تود هرکلی کړی وکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

د امریکایانو وتل او پاتی کیدل د افغانانو په لاس کی دی،هغه ځکه که چیری افغانان په خپل منځکی سر ه کینی او یو بل سره جوړ شی نو امریکا په افغانستان کی څه کوی؟
په اولسو کالو کی امریکایان دوه زره څلورسوه عسکر مړه شوی دی،اوپه لکونو افغانان مړه ،مهاجر.معیوب.شوی دی.
زما په فکر طالیبان په حساب نه پوهیږی،که چیری په حساب پوهیدای نو د افغانانو ګټه او تاوان به یی سره مقایسه کاوه.

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

که طالبان په ګټه ووتاوان نه پوهیدای نوداشرفغنی غوندی به یی لاوختی دبل دغلامی پړۍ په غاړه کی دیوڅه ژوند دخوشحالۍ دپاره اچولۍ وای که دغه طالبانوقربانی نه وای ورکړی ستاپه ژوند دی دآزادۍ نوم په خوله نسواخستلای چه ۷۰صلح وکی چه زورنیی په پسی نه وزی اوس بیادسعودی وابیانوطمعه ورپیداکړی ده چه موږیی سره کښینوو،کفارپروعده وفانکوی چه هروخت طمعه ورته پیداسی نه ځی

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

سعودی افغان حکومت اوطالبان دصلح دپاره جدی ته بللی دی: داشرفغنی حکومت اوخپله دۍ ملحد کمونسټ دهری دۍ ډرواغ وایی دملته څخه یی رایی داسلام پر نامه واخستی کم وخت چه قد رت ته ورسید دحکومت دپاره یی تښتید لی خلکیان اوپرچمیان له امریکا اویورپه راوغوښتل اوپر وزارتو یی ودرول دملت یوه عالم اودخوښی نفر یی هم په حکومت کی نکۍ داخل دامریکایانوسره یی امنیتی تړون دخپل ملت دوژلو اوحکومت کولودپاره امضاء کی ګلبدین یی په فریب راوه بالۍ هیڅ وعده یی سرته ونه رسول ددوی ناسته بیله درواغوبل شۍ نه ده دوی چه مخالفه ډ له هرڅه ورته وایی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

الله(ج) مونژته دا را شودلى چي كه توله دنيا وغواري چي تاته تاوان در ورسوي او يا توله دنيا كه وغواري چي نيكي او گته درورسوي چي الله(ج) يى ونه غواري نه يى شي كولاى ، ددى مثالونه د اسلام په تاريخ كي دير تير شوي چي يو يى همدا اوس په تيريدو دى ، توله دنيا سره يو زاى شول چي طالبان ورك كري خو د الله(ج) رضا نه وه چي دا سپيسلي مجاهدين ورك كري ، ورك لا سه چي الله(ج) نور هم زورور كرل . سومره مكرونه او چالونه چي كفار او منافقين يى وكري بياهم الله(ج)… نور لوستل »