د کورنیو چارو وزارت د بې باورۍ له امله پر پولیسو نور بندیزونه هم لګولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت پر پولیسو د بې باورۍ له امله په خواله رسنو کې د پراخو بندیزونو تر څنګ په ورځني ژوند کې هم بندیزونه لګولي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د مرغومي میاشتې له لسمې وروسته، هیڅ پولیس په یونیفورم کې نه شي کولی چې شخصي کارونه وکړي.

ودونو، جومات، ځانګړو مراسمو او بازار کې د څه اخیستلو او پلورلو پر وخت باید پولیس خپل یونیفورم ونه کاروي.

سرچینه وړاندې زیاتوي، د دې تر څنګ هیڅ پولیس په هر ډول مراسمو کې د رهبرۍ له اجازې پرته نه شي کولی سفارتونو ته تګ راتګ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د امر له مخې که کوم پولیس دا قوانین تر پښو لاندې کړې، نو پر دوی به د جاسوسۍ ګمان وشي.

دوه ورځې وړاندې په خواله رسنیو کې هم د وسلو، یونیفورم، د خپلو لاسته راوړنو، عملیاتو او نورو مواردو په اړه پر پولیسو بندیز ولګید.

د دې تر څنګ په ټینګار ویل شوي چې هیڅ پولیس نه شي کولی د خپلې رهبرۍ ستونزې رسنیزې کړې یا هم په خواله رسنیو کې ترې شکایت وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د