افغانستان

اشرف غني له سعودي چارواکو سره د سولې اړوند تلیفوني خبرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د سعودي عربستان له چارواکو سره په تلیفوني خبرو کې د سولې په برخه کې د دې هېواد له هڅو مننه وکړه.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د سعودي واکمن شاه سلمان بند عبدالعزیز د سولې د پروسې ملاتړ کړی او ژمنه يې کړې، چې خپلې هڅې به ونه سپموي.

د سرچینې په وینا محمد اشرف غني هم د سعودي د هڅو د ستاینې تر څنګ د دې هېواد رول د سولې بهیر کې «اغېزمن» بللی دی.

دا په داسې حال کې دی چې ځينو راپورونو د طالبانو او امریکا بله ناسته کې په جده کې اټکل کړې چې د ابوظبۍ د ناستې دوام بلل شوی دی.

ابوظبۍ ناسته چې څو ورځې وړاندې وشوه، د طالب امریکايي استازو تر څنګ پکې د سعودي عربستان او پاکستان استازي هم برخه وال و.

په یاده ناسته کې د حکومت په استازیتوب تللي کسان ونه توانېدل چې برخه واخلي، خو جده کې يې د ممکنه ګډون خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

شيطانى بي بي سي د مزدورو دولتيانو له خولى داهم ويلي چي سعودي دوى ته وعده وركرى چي دوى به د ازادى غوشتونكو مجاهدينو سره پدى خبرو كي گدون ولري . امريكا ، امارات، سعودي، پاكستان او نور توله به دا كوشش وكري چي په يو نه يو دول غلامان له طالبانو سره كينوي او په طالبانو يى ومني ، خو دا خبيثان دا نه ويني چي د نن ورزي طالبان د ١٨ كلونو مخكي طالبانو نه دير زورور دي ، هغه وخت چي يى د يوه بهرني مسلمان په نه وركولو هرسه قبول كره اوس به د هغو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x