روغتیا

د پښو تلي سوزیدل یا د ستنې چوښیدو احساس د کومو ناروغیو نښه ده؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): دغه تجربه به زیاتره کسانو ته وي چې کله یې د پښو تلي سوزي یا داسې ورته بریښي چې د پښو تليو کې یې ستنې چوښیږي «جګیږي»، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې له یو څه شیبې وروسته پښو ته حرکت ورکړل شي.

په عام حالاتو کې د پښو سوزېدل هغه مهال کیږي کله چې انسان د پښو په سر کښیني یا داسې ناسته وشي چې په پښو زور راځي، دغه مهال پښې د اعصابو فشار سره مخ کیږي چې پښو ته په حرکت ورکولو له منځه ځي.

که دغې پيښې سره هر وخت مخ کیږئ په ځانګړي ډول پښو ته له حرکت ورکولو وروسته هم که سوز سره مخ کیږئ دا بیا تاسې ته د ناروغۍ ګواښونه دي چې دردناک هم وي، ددې یو شمېر لاملونه په لاندې ډول دي:

شکر ناروغي

د شکر ناروغۍ یوه نښه داده چې د ناروغ پښې اکثره وخت سوزیږي او د ستنې په څېر څه ورچوښیږي، ددې لامل لوړ فشار دی چې پایله کې یې اعصابو ته زیان رسیږي، د شکر نورې هم ډيرې نښې دي، لکه زیاتې بولې راتلل، زیات تږي کېدل، د خولې وچېدل، د پوستکي خارښ، په پښو یا لاسونو کې درد یا بې حسه کېدل، لوږه زیاتېدل، ناڅاپي وزن کمېدل او د ټپ ژر نه ښه کېدل د شکر ناروغۍ نښې دي.

ویټامن بي ۱۲ کمي

بدن کې د ویټامن بي ۱۲ کميدل د اعصابو حجرو ته زیان رسوي، چې په پایله کې يې په پښو او لاسو کې د ستنې چوښيدلو یا سوزیدلو حس کیږي، که دا له پامه وغورځول شي نو دغه ناروغي په بدن کې دایمي ګرځي، بن کې دغه ویټامن کمیدل د ملا تیر، عصبي حجرو او د بدن نورو برخو ته هم زیان رسوي چې په پایله کې د انسان ملا کږه یا کړوپه شي.

د وینې جریان کې ستونزې

کله چې د بدن غړو ته په سمه توګه وینه نه انتقالیږي نو پښې او لاسونه یخ او بې حسه شي، کله چې په موټر یا بل ځای کې تنګ کښینئ او پښې مو له بل سره جختې نښتې وي، داسې حال کې د پښې ټولې برخې ته وینه نه رسیږي چې له کبله یې پښې یخې، بې حسه او د ستنې چوخیدو احساس وشي.

پښتورګي «ګردې» له منځه تلل

د پښتورګو له منځه تللو له ډیرو نښو څخه یې یوه دا هم ده چې د ستنې چوښيدو یا پښو او لاسو د سوزېدو احساس کیږي، نورې نښې یې لکه په پښو کې دردونه، بې حسه کېدل، د عضلاتو او بندونو کمزوري کېدل دي.

آټوامین ناروغۍ

آټوامین یعنې هغه ناروغۍ په کوم کې چې د بدن دفاعي سیستم یا د بدن حجرې د بدن په روغو غړو حمله وکړي، چې پایله کې يې په پښو کې د ستنې چوښیدلو یا سوزیدلو احساس کیږي.

دغه ډول د پښو سوزیدلو، بې حسه کېدلو یا د ستنې چوښیدلو احساس نور لاملونه هم شته، لکه زیات وزن پورته کول چې اعصابو ته زیان رسوي، انفیکشن زیاتیدل، یا ځینې درمل (د زړه، لوړ فشار، سرطان) استعمالولو په پایله کې هم دغه پيښه رامنځته کیږي،  باید هیڅکله دغه لاملونه له پامه ونه غورځول شي، او ژر تر ژره یې د مخنیوي لپاره ډاکټر ته رجوع وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x