طالبانو سعودي عربستان کې له حکومتي پلاوي سره ناسته رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په سعودي عربستان کې د افغان دولت له پلاوي سره د ناستې خبرونه رد کړل.

تيره ورځ يو شمير رسنيو د افغانستان د سولې شورا غړيو له قوله خبر ورکړی و چې ښايي په نژدې راتلونکې يو حکومتی پلاوی په سعودي عربستان کې له طالبانو سره وګوري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په سعودي عربستان کې له حکومتي پلاوي سره د ناستې خبرې له حقيقت نه لري دي او په وينا يې په دې اړه د اسلامي امارت په دريځ کې کوم تغير نه دی راغلی.

خبر پاڼه زياتوي چې«مونږ د يو قوي او سنجول شوي پلان له مخې له امريکايانو سره د مذاکراتو بهير پرمخ وړو ترڅو زمونږ د هيواد افغانستان اشغال پای ته ورسيږي».

په خبر پاڼه کې راغلي چې د مذاکراتو له پروسې سره بايد سطحي چلند ونشي او نه هم چاته بې ځايه هيلې ورکړل شي او نه دې هم له دې بهير څخه تبليغاتي استفاده کيږي.

د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې له امريکايي پلاوي سره د طالبانو له ناستې سره هم مهاله ابوظبۍ ته د افغانستان د حکومت يو پلاوي هم سفر کړی و او هيله يې درلوده چې له طالبانو سره وګوري خو طالبانو ورسره له ناستې انکار وکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د طالبانو سره د سولی د مذاکراتو اصلی علت همدغه چه د کابل غلامه اداره په کی مشروعیت تر لاسه کړی یعنی هغه څه چه په ۱۸ کلو خونړی جنګ کی یی ترلاسه نه کړی شول اوس یی د ګوډ شیطان په هلو ځلو د مذاکراتو د نوم لاندی ترلاسه کول غواړی کوم چه خوب او خیال اومهال ښکاری . دوی د طالب مجاهدینو په اړه هم د پرونو اماتورانه مجاهدینو فکر کوی او لا پری د القاعدی د نامنظمو کړنو او لا ورته د عربو احساساتی پسرلی ښکاری چه تلفات او خسارات به دوی خو ګټه به یی اشغلګر… نور لوستل »