نړۍ

کراچي: امپریس مارکیټ کي له ۱۰۰ څخه زیات دکانونه وسوځل شول

karachi_impress_marketنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۸) کراچی: تیره شپه ددرو بجو په شا اوخوا کي دکراچي په زړه کي دوچو میوو په ډیر پخواني اومشهوره مارکیټ کي د اور لمبي راپورته شوي، اور د لمبو له کبله په لسګونو دکانونه په مکمله توګه سوځیدلي اولسګونو نورو ته تاوانونه رسیدلی دي.
په سیمه کي داور وژني اداره وايي چي اور دبریښنا دلاین دخرابی له وجی رامنځ ته شویده، خو دمارکیټ د دکاندارانو ټولنه ددوي خبره نا سمه بولي او وایی چي دیو منظم پلان له مخي مارکیټ ته اور ورته شویدي

، په مارکیټ کي د دکاندارانو د ټولني مشر عبدالباري کاکړ رسنیو ته ويلي، هیڅ امکان نه لري چي  مارکیټ دي دبريښنا دخرابي له کبله اور اخیستی وي، نوموړي زیاته کړه کله چی مارکیټ کي اور لګیدلی دي په هغه وخت کي په سیمه کي بریښنا نه وه، نو دا بیا څرنګه کیدلی شي چي مارکیټ دي دبریښنا له وجي اور اخیستی وي.
نوموړي زیاته کړه چارواکي دي پرحقیقت باندي سترګي نه پټوي، مارکیټ باندي برید شويدي اویو منظم پلان له مخي ورته اور اچول شویدي، د پیښي پړه تر اوسه پرچا نده ورغورځول شوي، دښاروالي له جانبه ځلور کسیزه هیئت تعین شویدي، ترڅو معلومه کړي څه وجوهات وه چي مارکيټ کی اور لګیدلي وه.impress_market_burning
امپریس مارکیټ کراچي کی دانګریزانو دوخت جوړشوي ډیر مشهوره او زوړ مارکيټ دي زیات دکانداران یی پښتانه او د کراچي د سوداګري په میدان کي مشهوره او پیژندل شوی سوداګران میمن دي، دمارکيټ مخامخ لویه دروازه دیو ټاور په شکل جوړه شويدي، دیوالونه یی سور رنګ لري له ورایه معلومیږي چي دغه کومه زړه اوتاریخي وداني ده، د وداني دلویی دروازي پرسر باندي په پاکستان کي دپښتنو ددوو لویو ګوندونو، عوامي نیشنل ګوند او دپښتونخوا ملي عوامي ګوند بیرغونه رپیږي.
تیر کال هم ورته پیښه کي د کراچي ښار په ډیر مشهوره مارکیټ بولټن کي اور لګیدلي وه چي دملیاردونو روپو سامانونه سوځول شوي وه.

هغه وخت هم دکراچي دښاروالي له لوري یو هیئت ټاکل شوی وه ترڅو دپیښي په اړوند څیړني وکړي، خو د یو کال له تیریدو سره سره تر اوسه پوري نه څوک دپیښي په اړوند نیول شویدي اونه هم څوک په ګوته شویدي، داوو چي دروان کال په لومړیو کي دکراچي سوداګر یو ځل بیا د ورته پیښي ښکارشول.

بخت الرحمن بخت

د امپریس مارکیټ یوه ښکلې ویډیو:

{youtubejw}sDqpvh-M9-Q{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x