ولسمشر غني ولي له طالبانو سره په لیدو ټینګار کوي؟!

نن ټکی اسيا سرلیکنه

په ابوظبی کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد ترمنځ غونډې کې د زلمي خلیلزاد له ټینګار سره سره طالبانو د ګډ حکومت له استازیو سره له لیدوڅخه انکار وکړ.

سره له دې چې د حکومتي پلاوي له لیدو څخه د طالبانو انکار د هغوی لپاره یو تحقیروونکی عمل و مګر بیاهم لیدل کیږي چې ولسمشر غني د طالبانو او امریکایانو په راتلونکو غونډو کې له طالبانو سره د دولتي استازیو پرلیدلو اصرار کوي.

دا نه ده مالومه چې له طالبانو سره په لیدو باندې د ولسمشرغني ټینګار لامل څه دی ؟

ایا له دې امله دی چې هغوی په افغانستان کې د جګړې د خاتمې غوښتونکي دي ؟

او که له دې چې غواړي په دې لیدنې سره خپل له لاسه ورکړی اعتبار تر لاسه کړي.

حقیقت دا دی چې د جانکیري لخوا د ښاغلی غني د حکومت له رامنځته کیدو سره هغه د افغان ولس په منځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی، ځکه چې حکومت یې په قانوني لحاظ د افغانانو په نزد هیڅ ملي او قانوني مجوز نه لري ، بلکې اساس یې د افغانستان د اساسي قانون خلاف یواځې د جانکیري سیاسي توافقنامه ده اوبس.

همدا وجه ده چې تر ایجادیدو وروسته یې چې کوم فعالیتونه په تیرو څلورنیمو کلونو کې کړي هغه یوهم د افغانانو له ملي مصالحو سره سمون نه لري.

له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیکول، د ډیورنډ په متنازعه کرښه د اغزن تار په غزولو توافق کول، د خپل حکومت له جوړیدو څلور کاله وروسته د پارلماني جنجالي ټاکنو تر سره کول او … ټول هغه څه دي چې هم یې په ملي او بین المللي کچه د ګډ دولت اعتبار زیانمن کړ او هم یې افغانان په دې کړنو سره سخت متضرر کړل.

ولسمشر غني ته په کار ده چې د امریکایانو په وسیله په زور له طالبانو سره د لیدو په ځای داسې څه وکړي چې د ولسي مشروعیت په مټ طالبان دیته مجبور کړي چې له دولت سره د لیدو غوښتنه وکړي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د وروستیو راڅرګند شویو جزئیاتو له مخه، کومې بمبارۍ چې په دې وروستیو کې د امریکایانو لخوا پر ولسي خلګو تر سره کیږي دا ټولې د غني د حکومت په دستور او توافق تر سره کیږي.

نو دا چې له یوې خوا هره ورځ په امریکايي بمونو باندې په سلګونو افغانان وژني او له بلې خوا بیا د سولې په پلمه په زور له طالبانو سره د لیدو هڅې کوي دا په هیڅ صورت نه د سولې د تحقق په لاره کې موثریت لرلای شي او نه هم ورته د خپل له لاسه ورکړي اعتبار د اعادي لامل …

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

بيشرفه غني به صبا له امريكا سره امنيتي ترون هم لغوه كري ، بنديان به هم توله ازاد كري ، امريكايانوته به هم ووايى چي بس ده نور ووزى خو بيابه هم دا چانس پلاس ورنشي چي د طالبانو سره دى په مذاكراتو كي ورگد شي ، پدي چي دا تول كارونه به يى بيا هم د امريكا په امر وي . كه بيشرفه غني په رشتيا هم غوشتلاى چي د طالبانو سره په مزاكراتو كي ورگد شي د حسن نيت لپاره به بى سو طالب بنديان خوشي كريواى ، خو دا چغال دا واك او اختيار هم نلري .… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی پزپریکړی که شرمیدای دچړی نوم به یی پخوله نه اخیستای،اشرفغنی اوکرزۍ شرم نلری دملک سره یی څه وکړل په دواړولاسویی دخاریجیانوکومکونه دملت عواید چورکړل دخارجیانوپه زوریی ځانون پرملت حکمان وساتل دخلکوکورونه چورسول وخلکوته بی نامثۍ واوښتی دوستم یی په زور دووټودحاصلوودپار خپل لمړۍ مشاوروساتۍ دوستم دافغانانوخصوصاً دپښتنو قاتل اودخپلومخالیفینو دبی آبروکولوجنایت کار دوکم دلیل دیوښه عمل لری دوی درواغجن قومی جنایت کاران دی باید محاکمه اوپه دارسی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Naim
میلمه
Naim

كه د ستركى كارنه كوى نو لز خو د افغانستان ته وكوره 2001 يعنى ستاسو وخت او اوس وخت در به ياد كره جى سومره تغير راغلى. تا خو يوازى ورانول كرى. سركونه بلونه او ……. كوم يو يي ياد كرم

ځنګل بادشاه منګل
میلمه
ځنګل بادشاه منګل

یو څوک چا په واده کی نه پریښوده هغه د ناوی په موټر کی په سپریدو ټینګار کوه. افغان ولس خیر او دایمی سوله سوکالی د خارجیانو په وتلو کی ده. اشرف غنی باید خپل ټول ظلمونه او پرده د اشعالګرو په ایستلو پټ کړی پدی لاره کی هیڅ خنډ او ځنډ جوړ نکړی. د افغان ولس دغی عوښتنی ته لبیک ووایی.
ځنګل بادشاه منګل د سټو کنډاو ګرده څیړۍ