د واک او ځواک انتقال هلته اودلته!

نور احمد نور

يو وخت يو سړی پر لار روان و، مخامخ یې يو فيل وليد، سړي دومره وډار شو چي غره ته وخوت. وروسته یې ولیدل چي يو بل سړی دغه فیل کله تر شونډک ونيسي، کله یې بيا شاته ولاړ سي تر لکۍ یې کشوي… د دې کس په لیدلو سره هغه ډار شوي کس جرات پيداکړ، له غره څخه راکښته سو او بل نفر ته یې وويل: چي زه خو د فیل په لیدلو وډارشوم، غره ته وختم، مګر ته دومره دلاور یې چي لوبي ورسره کوې. هغه بل سړي ورته وویل: چي زه هم دلاوره نه یم خو زما څخه یې شا او مخ ورک دی.

نو خبره مې دا کوله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له مذاکراتو وروسته یو لړ نوي تحولات راغلل.

امریکایانو چې تل به یې د کابل ادارې ته ډاډ ورکاوه چې له طالبانو سره به مذاکرات تاسي کوئ، مګر یو ناڅاپه یې د کابل اداره له مذاکراتو وایسته او پخپله دوی مذاکراتو ته حاضر شول، چې همدا د طالبانو غوښتنه وه.

له مذاکراتو وروسته امریکا له سوریې د خپلو پوځونو د ایستلو پریکړه وکړه او پنټاګان هم له سوریې د ځواک انتقال تائید کړ.  له افغانستانه هم د ځواک د انتقال په اړه امریکایي رسنیو خبرونو خپاره کړل . او د امریکا اولس مشر ټرمپ د کریسمس د مبارکۍ په پیغام کې په څرګند ډول د خپلو ځواکونو هیواد ته دستنولو خبره وکړه.

د امریکا دفاع وزیر او د داعش په خلاف د جګړې څارونکي استعفاوي وړاندي کړې.

د مکسیکوسره  په پوله د دیوال جوړلو پروسه کې د ټرمپ اداره د بودیجې په تصویبولو کې د کافي رایو د نه اخیستلو له امله ناکامه  شوه چې په نتیجه کې د امریکا فدرالي حکومت له ځنډ سره مخ شو.

په امریکا کې دغو بدلونونو چې مستقیما د کابل په ادارې اثر اچونکي دي، د کابل له ادارې د حالاتو سر اوسربند ورک کړل.یو خویې خپل سیاسي ارزښت له لاسه ورکړ او بل پلو په نظامې ډګر کې د یواځي پاتي کیدو له ډار سره مخ شوه.

د کابل اداره کوشش کوي تر څو په هر ډول چې وي مذاکراتو ته خنډونه ایجاد کړي، او د امریکایي پوځ د وتلو مخه ډب کړي.

د مذاکراتو په خلاف یې تبلیغاتو ته زور ورکړ، ډول ډول اوازې یې خپرې کړې، مذاکرات یې د پاکستان په امر او ګټه وبلل، د کورنۍ جګړې خپریدو خبرونو ته پوښښ ورکوي، او فیسبوکې فعالانو یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې لګیا دي د طالبانو پر خلاف په اولس کې نفرتونه پیدا کوي او د پنجابیانو ټاپې ورباندي وهي.

بل پلو په نظامي ډګر کې هم د مذاکراتو د شنډولو او اشغال د تداوم “چې د دوی د بقا راز پکې نغښتی ده” لپاره لاس په کار شوه او له هغه وخته چې دسولې پروسه پیل شوې، درګرده لګیا ده امریکایي هوایي ځواک ته کوردینات ورکوي او په عام اولس د امریکا په ړنده بمباري په ظاهره خاموش او په پټه خوشحاله ده او دا فرصت ګڼې چې ګني دا به د سولې پروسه ټکنۍ کړي او اشغالبه دوام ومومي. بله خوا ځینې داسي اوازې هم دي چې د افغانستان جګړه بدنامي او جنایت کاري ډلي بلیک واټر ته سپارل کیږي.

په دې سلسله کې اشرف غني په خپله کاواکه  اداره کې ځینې نوې ګمارنې هم وکړي امریکا ته وفادارې څیرې اسدالله خالد یې د دفاع وزیر او امرالله صالح د کورنیو چارو وزیر په توګه ګمارلي. اسدالله خالد چې مخینه یې له جنایتونو، ربړونو اوظلمونوډکه ده او  د سی ای اې وفادار مامور دی.

کله چې خالد  د طالبانو له لوري په يو سرتيري بريد کې مرګونی ټپي شو، او امریکا ته د تداوي لپاره ولېږدول شو، نو د امريکا ولسمشر بارک اوباما او پخوانی دفاع وزير ليون پينيټا امريکا کې د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلل.چې د ده دبشر ضد کړنو له کبله په امریکا کې د اولس مشر په دې کار پراخ اعتراضونه وشول.

په ۲۰۰۷ ز کال کې د کاناډا حکومت په خپل پټ راپور کې ويلي و، چې اسدالله خالد هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو بشري جرمونو اخته دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.

او امرالله صالح بیا له ډير پخوا له امریکایي استخباراتو سره اړیکي درلودې.نوموړی د سي آی اې لخوا روزل شوی او د مسعود تر څنګ یې د یوه فعال امریکایي جاسوس په حیث دنده اجراء کوله.

صالح وروسته د ګاري شرون د ټیم ملګری شواو د کابل له سقوط وروسته له امریکایي استخباراتي ټیم سره یو ځای کابل ته داخل شو.امرالله صالح لیکلي چې کابل ته په داخلیدو مو لومړی شپه له امریکایانو سره په اریانا هوټل کې تیره کړه.چې دې هوټل امریکایانو ته خوند ورکړ او بیا دا ځای سي آی اې د خپل مرکز په حیث انتخاب کړ. صالح له سي ای اې سره دومره خواخوږی و چې آن خپلو ملګرو به لا سر ترې ټکاوو.حمید رهګذر لیکي: په وار وار مې له فهیم څخه اوریدلي چې ویل به یې: دا هلک امریکایانو ته د مجاهدینو سپکاوی کوي.

دغه وزيران چې نوي راغلي، تر پخوانيو ډېر امریکا ته وفادار او طالب ضد فکر لري.د کابل اداره به ښایې د دوی په ګمارنه کې دوه اړخه سنجولي وي.

لومړی دا چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات را روان دي، او اشرف غني چې د بیا اولسمشري خوبونه ویني، داسي کسانو ته اړتیا لري چې هم یې په خارجي لحاظ او هم په داخلي لحاظ ملاتړ وکړي، ځکه یې د دفاع وزیر طارق بهرامي له دندي ګوښه او پر ځای یې اسدالله خالد چې د بهرنۍ مداخلې پلوي او د امریکا زوړ یار دی د دفاع وزیر په حیث وټاکه، یو خو رایو په جلب کې کار ترې واخلي او بل به امریکایانو ته ځان پرې مطرح کړي.

او امرالله صالح “چې د ویس برمک پر ځای د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی، په شمال ټلوالي کې پیژندل شوې څیره ده”  به دشمال په طرف کې د رایو دجلب لپاره وکاروي، او د سي ای اي ملاتړ به ورباندي تر لاسه کړي.

که د صالح او خالد د ټاکلو هدف هر څه وي خو د دوی شکست خوړلې سابقې او بې روحیې حالت ته په پام سره ګمان نکوم چې په طالبانو دي نور کوم فشار اثر وکړي ځکه امریکا دا اولس کاله کیږي چې له طالبانو یې یو ډول فشار هم نه دی سپمولی، خو طالبان په خپل موقف ټینګ ولاړ دي او ولاړ به وي ان شاءالله.

د افغان مجاهد اولس عزم امریکا د غرور له هسکو راټیټه کړې او اوس د طالبانو سره په هر ډول لار وړي، ځکه چې امریکا اوس ځمکنیو حقائقو د ډیرو شیانو په ادراک مجبوره کړې او هغه پخوانی پوزیشن نلري او د جاسوسانو یې هغه اهمیت ندی پاتي، د اشغال نازولي تل دا فکر کوي چې دوی څرنګه ګډیږي اشغال به همغه شان ډول ورته وهي، نه، داسي نه ده بلکې دوی باید له ډول سره ځان برابر کړي، او ډول اوس هغه پخوانی ډول نه دی، ځکه چې اوس اوبه تر سر اوښتې دي.

د واک او ځواک د انتقال په لړۍ کې د کابل ادارې ته حالات بلکل د فیل په شان دي. اوبو ورخ ترې وړی او هسي لګیا ده کله یوڅه او کله بل څه ته لاس اچوي، بالکل لکه د ۱۹۶۵- ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ چې د جنوبي ویتنام ولسمشر “نګوین وان تیو ” د جګړې په پای کې زښتي ډیري هڅې وکړې چې دامریکایانو او ویتنام تر منځ مخامخ خبرو په وړاندي خنډونه جوړ کړي، خو هیڅ ګټه یې ونکړه. همدا ډول د کابل اداره هم کوشش کوې چې په هر ممکن ډول د سولې پروسه ناکامه او د اشغال د تداوم لپاره حالات برابر کړي.

خو نتیجه واضحه ده امریکا نور نه غواړي چې په یوه بې سر نوشته جګړه ” چې سراسر د امریکا په تاوان ده ” کې ښکیله پاتي شي، کوشش کوې چې هسي ځان ته د وتلو لپاره پلمې پیدا کړي که د مذاکراتو له لاري نه وي په زور به ایستل کیږي. د کابل ادارې ورځ نوره ګرځیدلې او حیثیت یې صرف د اشغال پاته شوني ته ورته دی چې یوه وړه سیلئ هم کفایت ورته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ځنګل بادشاه منګل
میلمه
ځنګل بادشاه منګل

د افغان اولس د الله نصرت وکړی. امین

ځنګل بادشاه منګل
میلمه
ځنګل بادشاه منګل

بلیک واټر ته ضرورته نشته!
د افغان اولس د وژنی لپاره بلیک واټر او یا بل وحشی حرامی راعوښتل معقوله او د حل لاره نده.
کومه ګانډه چی په لاس خلاصیږی نو په خوله خلاصولو ته یی حاجت نشته د افغان اولس د اشعالګرو د ایستلو عوښتنه کوی په کومی سره چی دایمی سوله راځی باید بی له ځنډه او خنډه ومنل شی. دا کار د ټولو افغانانو په خیر دی.
ځنګل بادشاه منګل د سټو کنډاو ګرده څیړۍ

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ګیدړ چی څومره ځان زمری زمری کړی بیا هم ګیدړ دی دا دواړه ناچله شوی لوټونه دی دا که څومره چلشته وړاندی کړی نه چلیږی.
اوس دا غلامان او باداران دواړه په ډار او ترس کی دی که چیری امریکایان ووځی نو زمونږ ځای به یا زندان وی او یا هم هدیره او امریکایان وایی که چیری مونږ ووځو دا غلامان به مو څنګه کړو .
انشاالله چی ددی دواړو د ورکیدو وخت رارسیدلی دی داسی به ورک شی چی بیابه یی څوک نوم هم نه یادوی.
او یابه داسی ګیدړان شی لکه دوستم خنځیر چی بیاورته قسم ورکړی جګړیته به مخه نکړی.