روغتیا

اخر د سترګو لاندې تورې حلقې ولې رامنځته کیږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سترګو لاندې تورې حلقې له ناروغۍ پرته لومړی د مخ ښکلا له منځه وړي، سترګې که مو هر څومره جذابې او په زړه پورې وي خو دغه تورې حلقې رامنځته کېدل یې هر څه له منځه وړي او بالعکس انسان ناروغ او کمزوری ښکاري.

روغتیا پوهان د سترګو تورو حلقو رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه ښيي، خو تازه څیړنې زیاتوي هر هغه څوک چې د بدن پوستکی یې نری یا ژیړ وي د سترګو لاندې حلقو توروالي سره زیات مخ کیږي.

خو دغه تورې حلقې ولې رامنځته کیږي، راځئ لاملونه یې دروپيژنو!

ستړیا

د تورو حلقو رامنځته کېدو لومړی لامل ستړیا او د خوب کموالی دی چې هر یو وخت یې پوهان په خپلو څیړنو کې یادونه کوي، هغه کسان چې هر وخت ستړي ستومانه او د ذهني فشار ښکار وي، ددوی د سترګو شاوخوا د وینې جریان سستیږي چې په دغه ځایونو کې وینه جمع کیږي او د تورو حلقو په شکل راڅرګندیږي، ددې لپاره د خوړو ترڅنګ د ذهني فشار څخه هم ځان خلاص شي.

د خوب کموالی یا زیاتوالی

ورځني عادتونه هم د سترګو توروالي لامل کیږي، یو لامل یې د خوب زیاتوالی یا کموالی دی، پوهان په ۲۴ ساعتونو کې د خوب لپاره محدوده موده ټاکلې، له ټاکلې اندازې زیات یا کم خوب هم د سترګو شاوخوا حلقو توراولي لامل کیږي، د شپې تر ناوخته ویخ پاتې کېدل سترګې د ستړیا سبب کیږي، که غواړئ د سترګو شاوخوا توروالی مو له منځه ولاړ شي د خوب موده مو مناسبه وټاکئ او د شپږو څخه تر اتو ساعتونو خوب عادت وګرځوئ، بالعکس پوهان د زیات خوب په اړه هم وایي چې په دې سره د خوب جریان اغیزمن کیږي او سترګو حلقې توریږي.

عمر

لکه څرنګه چې د سترګو شاوخوا پوستکی نازک، نرم او نری وي، پوهان ځینې لاملونه د عمر ډيروالي سره د سترګو تورو حلقو رامنځته کېدلو اړیکې ښيي.

د اوسپنې کمښت

بدن کې د وسپنې کموالی د سترګو شاوخوا توروالي راپيدا کېدلو لوی لامل دی، وسپنه د بدن داخلي حجرو ته اکسیجن ورکوي، چې د کمښت پر مهال حجرو ته اکسیجن په سمه توګه نه داخلیږي، او د سترګو د توروالي او کمزورۍ لامل ګرځي، بدن کې د وسپنې پوره کولو او د سترګو توروالي ختمولو لپاره باید شنه سبزي، سلاد او میوه وخوړل شي.

وراثي

پوهان د سترګو حلقو توروالی وراثي هم بولي، په وراثي ډول د ځینو خلکو د وینې رګونه پوستکي ته د ډیر نږدیوالي لامله د سترګو شاوخوا حلقې توریږي.

سترګې مښل

اکثره میرمنې حتی نارینه هم لیدل کیږي چې سترګې زیاتې موښي، په دې سره د سترګو شریانونه اغیزمن کیږي او ددې نرم پوستکی رنګ بدلوي چې ورسره تورې حلقې رامنځته کیږي.

زیات وخت لمر ته تېرول

د لمر وړانګې د بدن لپاره اړینې دي، دا د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، خو پوهان وایي چې له اندازې زیات وخت لمر ته تېرول د انسان په بدن کې میلانین «د رنګونو ماده» کچه زیاتوي، چې د سترګو شاوخوا توروالی په چټکۍ سره رامنځته کوي.

زیاته مالګه او کمې اوبه څښل

عموما د مالګې زیات استعمال د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي، د ډاکټرانو د وینا سره سم د مالګې زیات استعمال د سترګو لاندې برخې رنګ بدلوي، د کمې مالګې ترڅنګ باید په خوړو کې د کافیین او بورې «چیني» استعمال هم کم شي ځکه په دې سره بدن د ډي هایډریشن څخه ژغورل کیږي، په ورځ کې باید لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

د سترګو شاوخوا حلقو توروالی څنګه له منځه یوسو؟ په لاندې لینک کې یې ځواب ولولئ!!

د سترګو شاوخوا حلقو توروالی څنګه له منځه یوسو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x