
خالد او صالح ته څو شمیرلې خبرې
حسان شلګری
وایې موږک د شرابو صراحۍ ته لویدلی و، چې را ویې کيښ سمدستي یې بریتونه شخ کړل او ګواښ یي وکړ چې زه به اوس له پیشو سره ګورم . . . د امرالله صالح او اسدالله خالد په نامه، د سي آی اې د غارګوړو هغه موږکان چې اوس تازه په تازه سکاټ میلر د تش په نامه وزارتونو په شرابو نشه کړي، نو یې له خولې لاس اخیستی او له هره بابه ناپړیتي غږوي.
اسدالله خالد چې د ملي امنیت د ریاست په وخت حتی د خپل سر او بیخ په ساتلو ونه توانید اوس قومنده ورکوي چې : سرش را میزنیم و سنګر ش را میګریم. . . اووو خدای دې خوار کړه!! ته لکه چې اوس هم په هغه نشه کې یې چې امریکایانو په بګرام کې درته تزریق کړې وه. اوس هغه وخت نه دی چې ته به په لنډکروزر کې سپور او له خپلې فرانسوۍ ملګرې سره به دې د غزني په کلیو کې چکرې وهلې. . . اوس هغه وخت تللی چې تا به دا وس درلود چې د طالب په نامه د بې ګناه افغانانو په نسونو کې له بوټو سره وګرځې، شخصا یې مجازات کړې، د دین او او ناموس ښکنځلې ورته وکړې او خپلې فرعوني ینه ورباندې یخه کړې. . . اوس له هغه وخته اتلس کاله تېر شوي. دلته د بوش، بلیر او اوباما ستراتيژۍ نسکورې شوې، د ټرمپ هم په لکۍ زور دی او تیښتې ته بانې غواړي. د هیواد اویا فیصده اراضي د طالب تر واک لاندې ده. او حتی ستا پلرنی کلی ناوه او ستا د شلګري اربکیانو کونسپ او میری هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د سي آی اې د لانګلي د استخباراتي کورسونو شاګرد او د ګري شرون ترجمان امرالله صالح بیا وایي: در مقابل دشمن بي رحم باشید! امرالله جانه ته چې ټول سور اور شې، نو څه شی به درنه جوړ شي؟ ته یو ځل خپل ځواک او انرژي د ټرمپ او ناټو له ځواک سره د موازنې په ترازو کې واچوه او بیا چورت ووهه. دلته چې د ناټو لښکرې ماتې شوې، دلته چې د امریکا ځواکونه تر لیونتوبه ورسیدل او دلته چې د اولسي جهادي مقاومت په وړاندې د ۴۹ یرغلګرو هیوادونو بیرغونه نسکور او پښې په لړزا شوې. . . نو ته بیا د کوم باغ مولۍ یې چې لکه کوړکه چرګه په ځان ببر ښودلو خلک ویروې.
آیا موږ تا نه پیژنو؟ آیا ستا تاریخ، ستا سابقه، ستا تر کولابه منډې او په امریکايي آخور ستا څریدل زموږ له سترګو پټ دي که څه؟؟ پام چې محاسبوي اشتباه درنه ونه شي. د دې هیواد معضله په لاپو، ګواښونو، پټکو او ډوزماریو نه حل کیږي. دلته ستا استادان هم ناکام شوي دي ته خو یې لا یو ټنبل شاګرد یې. دلته د سي آی اې د مشر پیترایوس مخ تور شوی، چې ته یې د شاګردۍ افتخار لرې. دلته مک کرسټل لیونی شوی، نیکولسن مړه لکۍ تښتیدلی او سکاټ میلر دفدایي ابودجانه د کله کوف له ډزو د ټانګ شاته پټ شوی دی.
ستاسو ګواښونه او ډوزمارۍ یوازې ستاسو په حماقت دلالت کوي. تاسو هیڅ معجزه نه شئ کولای. ځکه کرامت د اولیاوو حق دی او تاسو د غربي شیطانانو چوکران یاست. تجربو ښودلې چې ډیر غالمغال د خامۍ نښه ده.
اوس چې په هیواد د سولې او صفا د هیلو وږمې را الوتې، په دې هیله بښونکو شیبو کې ستاسو غالمغال یوازې دا ثابتوي چې تاسو د هغو شبکو اجیران یاست چې دلته د تلپاتې جنګ او ناتمامې بدمرغۍ اور ته پوکي ورکوي. ستاسو حتی په دې ملت خیالي او وهمي استقرار هم نه دی پیروز نو ځکه په دې ورځو کې راببر شوي یاست. ستاسو غالمغال به یوازې ستاسو جګړه ییز ماهیت رسوا کړي، نور خو د رښتیاوو په میدان ستاسو استادانو ته لا معلومه ده چې له سېره څو پخیږي.
نو وروستۍ خبره دا چې لږ مو خولې در کنترول کړئ، د خبرو جنګ د نارینه وو کار نه دی، که په نیمه پوهیږئ!!
شلګری صاحب سلامونه او نیکی هیلی،
زما په فکر د اسدالله او صالح سترګی سری دی.دوی توری تېری کوی.خو تاسو هم ورڅخه کم نه یی.
که زما منی طالیبان او دولت بکواه دښتی ته سر ووځی،زبردست جنګ سره وکړی ،او سره معلومه یی کړی چه څوک کامیاب شی،هغه د حکومت جوړ کړی،
غمي خانه، ته دافغانستان د يووګړي په صفت ستا وظيفه او مسوليت څه دي؟ داسي به نه کوي، چه نور خلک هلته د ازادي په لار کي قرباني ورکړي او ته بيا هلته ورشي او ارام ژوند شروع کړي. دافغانستان خلک په دوډلو ويشل شوي، يوه ډله دالرخواره غلامان، چه زه ئي په حکومت او ټول پرسونل لعنت وايم او بله ډله ئي ازاديخواهان دي،هغه که طالب دي اوکه نور، زه دهغوي شاته ولاړ يم. نو غمي خانه اوس رامعلومه کړه چه ته دچا ترشاه ولاړ ئي؟ کاروان
کاروان صاحب سلامونه. ما په خپل ژوند کی ډیری خواږی او تر خی خاطری ولیدی ، نو زه د یو افغان وګړی په صفت دا خپله دنده بولم .چه هر چا ته دا خبره ورسوم چه جنګ جګړه دحل لاره نه ده،په زور او جبر سره به یو ښار ونیسی ،خو د خلکو په زړونو حکومت نه شی کولای،خلک له جنګ څخه ستړی شوی دی،عام ولس نه طالیب غواړی او نه دا دولت،طالیبان د په کلیو کی پټه سروی وکړی چه موږ څوک غواړی کنه؟ پخوا وختونو کی به امیرالمومنین په پټه ګرځیده د خلکو مشکل به یی حل کاوه،اوس… نور لوستل »
پښتين صاحب زما سلامونه هم ومنه، داچه ته خپلي کورني ته دډوډي پيداکولو مسوليت په غاړه لري، قابل دقدرده، خو خداي دوکړي چه له رواح لاري(حلالي) ئي پيدا کړي. هسي نه چه د۵۰۰ دالرو په مقابل کي دولت ته دچا کور يا کلي ورپه ګوته کړي، چه بيا هغي ئي دشپني عملياتو له لاري د ځمکي پرمخ ورک کړي، خداي مکړه چه هسي نوي. سولي ته زه هم اوليت ورکوم او په دي هم پوهيږم، چه په دي جګړه کي افغانان وژل کيږي، هغه که طالب دي که عسکر دي او که عام اولس دي. په دي خبره فکرکوم ټول… نور لوستل »
پښتین صاحب ! څومره ساده او اسانه لیار دی د خپل کمیشن جوړولو د پاره جوړه کړی ، د کابل اداری او د استعمارچیانو وحشت او بدی کړنی هم د طالبانو سره مساوی کوه ، که هغوی به کنړ کی قتل عام وکړو تاسی د فواید عامی وزارت برید مثال راوړی چه که ااستعمارګرو او یا د کابل اداری کنړ کی قتل عام وګړو طالبانو په کابل کی قتل عام وکړو نو په دی واسطه د کنړ وحشت کمرنګه شو پښتین صاحب ته به دوه چند کمیشن ترلاسه کړی . همدارنګه پورته لیکنه کی چه لیکونکی د هغو دوه ګیدړانو… نور لوستل »
غمی صاحب!تاسو ته هم نېکې هيلي او سلامونه، هغه ويډيو به مو نه وي ليدلې چې بکوا ته نيږدې د هرات قندهار پر پاخه سرک يوه سراچه طالبان له امريکايي ټانګونو سره مخامخ کېږي او بياد پاخه سړک پر سر په جګړه کې امريکايان له خپلو ټانګونو سره پداسې حال کې تښتي چې واړه ماشومان په لوړ آواز ورپسې خاندي. او همدارنکه په بکوا کې هم طالبانو د حکومت په لويه قرارګاه کې خپل پوځي نمايش تر سره کړ، خو د حکومت خوا يې بيا هم نه مني چې په بکوا کې یې هم ماتې خوړلې ده.
د عورڅو پرڅو څحه یی د بلیک واټر بوی ځی. اوسپنه چی څومره ټکیږی همدومره کلیږی د افغان اولس قتل عام به د دښمن په مقابل کی د افغان اولس مقاومت نوره هم مستحکم کړی او د ظالم د ظلم جام به ډیر زر نسکور شی. کفار د مسلمان په امر خپل پاپ، پادری نه وژنی او نه هم کلیسا ورانوی او هندو د مسلمان لپاره خپل پنډیت نه وژنی او نه هم ورته خپله مانتر ورانوی نه پوهیږم چی ولی تش په نامه افغان د کافر په امر او د کفر د ګټو لپاره خپل اولس قتل عام کوی.… نور لوستل »
په بیدیا کی د بریت کوړته کوړی وی
چی کور ته روشی په ادی رنګ پخوی
که رښتیا ځان ته نر وایی ځان د افغان ولس نماینده او خواخورږی بولی ورشه د اشعالګرو نا د افغان ولس قتل عام پوښتنه وکړه هره ورځ او شپه په خوستیانو، هلمندیانو، کندهاریانو، لوګریانو، غزنویانو، کندوزیانو، ننګرهاریانو او په ټول افغان ولس د بمبار چاپو د غم او ویر ټغر خپور وی ولی د افغان ولس سره د امریکایی جنګ ته ملا تړلی ده؟؟؟
سلام علی من اتبع الہدی گرانو ورونو:اصلی خبرہ دحکومت جوڑول او نیول او دشت لیلی او پنجشیر ندہ خبرہ داسلامی او مذھبی نظام پہ روڑلو کی دہ کہ طالب پہ کومہ معاملہ یا زور لکہ امریکایان کابل ھم بیا ونیسی خو د اسلامی اومذھبی نظام جوڑول کی پاتے راشی بیا ھم خیری ندی پدی ملک کی ھذھب چلیگی د قرآن او سنت او اجماع او قیاس پہ رنا کی۔ نور پہ خدایمو سپارم
سلام علیکم شلګرۍ صاحب!
دا بګیل مړزان خو ولله که په یادولو هم ارزی. وای ازموده را ازمودن خطا است. غنګک اوس زګ ته هم لاس اچوی. ولله که نه غنګک د شورای نظار او سیاف ووټونه ترلاسه کړی او نه د خالد او سالیګی نوی فلم کامیاب شی, بس د خولی يو څو ډیلاکونه به ولی او چې میلر روان شو بس بیا به یې احوال واخلو.
بس د اولس کلن فلم اخری صحني دی او هیروګان یې معلوم دی انشاءالله.
شلګری صاحب الله ج دی اجرونه درکړی همداسی ده چه تاسی لیکلی ستاسی دا خبره بلکه سمه ده چه دوی سیزل شوی مهری دی د بی ادبۍ بخښنه کوی طالب مجاهدینو د د بطرس هلکو او مرده ګاو خالد د تشو او ډکو لیاره یوه کړی وه پطرس ورله د پلاستیکو نوی لیاری جوړی او دی یی د طالبانو څخه د غچ اخستنی د پاره هر دول وحشی کړنو ته هڅولی. امریکایانو د کرزی پلار په کوم ډول کويته کی ووژلو زه نه یم خبر لا به کوم کس د طالب په نوم وژلی وی خو کرزی یی د غچ… نور لوستل »
تر دې پورې دا کيسه ولولئ: وايي چي يوه لوی سګوان د زمرو پر مېنه خېټه اچولې وه. زمرو چي د خپلي مېني د بيرته ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي پيل کړې سګوان يې مقابلې ته څو خډل او څو دا نور بازاري او کوڅه ګښته سپي چمتو کړل، څنګه چي سپي د زمرو سره نه سوای جنګېدلای، نو د جنګ پايله به يې د سپو ماته او کړونچی وو. سګوان تر يو مهاله ډول ډول کورني، خارجي او بومي سپي دې جګړې ته تيارول. خو پای چي ټول سپي وتښتېدل او هر يوه به د زمرو له وېري لکۍ… نور لوستل »
دا دوه کسه چي و دغو دو اساسو پوستو ته انتخابيږي پدوی کي به خامخا د شيطانت ، نفاق ، بي رحمي او غلامي علامې قوي وي ، خو که د دوی څخه بلاوي هم جوړي شي بيا به هم هغه کوي او وايې چي د مالک له لوري ورته وويل شي . په امريکايې تشکيلاتو کي په تيره بيا په سي آی ای کي د سناريو او ډرامې جوړولو تشکيلات هم شته چي د خلکو اذهان و نورو مختلفو لورو ته متوجه کړي ، دا هم همداسي يوه ډرامه ده چي د خلکو توجه د غلام دولت په لوري… نور لوستل »
سلام. زما نظر د پورته وړونو د نظر سره اړه نلری او یو مستقل نظر دی. ما څو ساعته مخکی د لر او بر په ویبپاڼه کی ددې ګانډو( اسدولا خالد) د لنډ بیان یوه ویډیو ولیده هغه بیان چه د خپلی دندی د تقرر په مناسبت ئې ناست نظامی پرسونل ته تر سره کړې وه. ددې ویډیو په لیدو ( چه باور وکی ټول وجود ئې را تریخ کړ) د ګونګیانو په ژبه می یو شعر تر زړه راووت، د شعر ژباړه داده: پاکستانیانو را باندی د جسمی تروریزم تنور ګرم کړیدی او غنی د خړی بچی د روحی… نور لوستل »
توبه توبه دا غلامان تر اوسه په خپلی غلامی فخر کوی الله مو وشرموه لکه چی شرمیدلی یاست ، خالد جانه تا څنګه بیاځانته جرعت ورکړ چی میدان ته دی راودانګل تیر ځلی اصلاح نشوی داځل به دی انشاالله د ګورستان چینجیوته ژر تر ژره ولیګو د لوی الله په توکل ستا باداران دلته په ژړا دی نو ته کوم د تروو مچ یی. او ناصالح جانه وایی په پچه وختی بخارا دی ولیده ستا په غلامی کی خو هیځ شک نشته ته غلام یی ستا پلار غلام ستا موردار شوی رهبران غلامان تیر شوی دی ځکه داسی په لوړه… نور لوستل »