چینایي پوهانو له مسو څخه سره زر جوړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): چینایي پوهان په یوه نوې ترسره شوې څیړنې سره په لومړي وار توانیدلي چې څنګه ارزانه مس «copper» په سرو زر بدل کړي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې په وینا، د چین هېواد څیړنیز ټیم توانيدلی چې د ارزانه مسو فلز څخه د ځانګړي غازو په استعمال سره داسې نوې ماده ترکیب کړې چې سرو زرو ته نږدې دي.

دوی د ارګون ګرم غاز په چټکۍ سره په ماشین تاووي چې د مسو ذرې په فلزي پاکو شیټونو بدلې شي، بیا دغه ذرې یخوي چې کلکې شي، او د میده شګې یا ریګ بڼه غوره کړي، د پوهانو په وینا د شګې دانې د میتر یو په زرو (1/1000) اندازې هومره وړې وي.

بیا پوهان په یوه ځانګړې خونه کې دغه شګلنه ماده د ډبرو سکارو «کویلې» څخه الکولو ته بدلوي.

ددغې څیړنې په اړه چینایي پوهانو ویلي چې یوه بریالۍ تجربه یې کړې، او توانېدلی شي چې د مسو دغې جوړې شوې شګې څخه د قیمتي سرو زرو ماده تیاره کړي.

یاده دې وي چې په دغې نوې، ځانګړې او ارزانه تجربې سره به چین هېواد وکولای شي د سرو زرو پورته قیمتونه ټيټ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د