ایران: په خليج کې د امريکا پوځي حضور د سيمې د ګډوډۍ لامل دی

محمد جواد ظریف

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، چې په خليج کې د امريکا پوځي حضور غیر  قانوني او د سيمې د ګډوډۍ لامل دی.

ښاغلي ظريف د چين له فونيکس ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې په خليج کې د امريکايي بېړيو شتون د اندېښنې او ګډوډۍ ستر لامل دي او څومره، چې خليجي هېوادونو کې د امریکا حضور زياتېږي، همدومره به ورسره د سيمې هېوادونه له ګواښونو او ننګونو سره مخ کيږي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړی، چې د خپلو ګټو ساتنې لپاره به ټول ګامونه اخلي او د ایران پر وړاندې يې د امريکا ګواښونه او ځواک کمزوری او بابېزه بللی دی.

جواد ظريف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ  د امريکا جنګي بېړۍ «يو ايس ايس سټينيس» خليج سمندر ته رسېدلې، چې له امله يې  ایران په سيمه کې پوځي مانورې پيل کړي دي.

هغه دا هم ويلي، چې امريکا نشي کولی د ایراني تېلو  د صادراتو مخه ونيسي او په دې اړه يې د امريکا بنديزونه بې ځايه بللي دي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او شپږو سترو دولتونو له شوي اټومي تړون څخه وتلی او يو ځل بيا يې پر ایران اقتصادي او سوداګريز بنديزونه لګولي دي.

په دغو بنديزونو کې د ایراني تېلو د صادراتو مخنيوی هم دی، خو ایران ټينګار کوي، چې دوی به د خپلو تېلو صادرات د پخوا په څېر روان ساتي او څوک يې مخه نشي  نيولی.

تبصرې (1)

  • تر ایران خو اوس هم امریکا ښه ده، دوی شیطان پرست او د ټول ایران شتون په ځمکه کي غیر قانوني ده، په امریکا کی د سونیانو په آ‌ذان بندیز نشته لاکن ایران کی شته.