د پاکستان پخوانی صدر اعظم په زندان کې جارو کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پخوانی صدر اعظم او د مسلم ليګ نواز ګوند قائد نواز شريف د لاهور په زندان کې په جارو کولو مکلف شوی دی.

نواز شريف، چې  پاکستان کې د ستر سياسي ګوند مشر او درې ځله صدر اعظم پاتې شوی، د محکمې په امر د مالي فساد په تور په اووه کاله با مشقته بند محکوم شوی دی.

نواز شريف غوښتل، چې د سزا په توګه زندانيانو ته تدريس وکړي، خو د زندان مسؤولينو اجازه نه ده ورکړې او هغه يې په جارو کولو مکلف کړی دی.

د روان دسمبر مياشت په ۲۴مه د اسلام اباد احتساب محکمې د پاکستان پخوانی صدر اعظم او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر د مالي فساد په تور په اووه کاله بند او ۲۵ لکه برتانوي مالي جريمې محکوم کړ او اوس د لاهور په زندان کې شپې ورځې تېروي.

خو نواز شريف او د هغه د ګوند غړو پر نواز شريف لګېدلي تورونه بې بنسټه ګڼي او د قاضيانو  پرېکړه له کرکې او تعصب ډکه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د