د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

پنټاګون د افغانستان دوه وزارتونه جریمه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا د فاع وزارت وایي، د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې د فساد او کمزروي مدیریت له امله ۶۷۰ میلیونه افغانۍ جریمه کړي.

د دې وزارت له لوري کانګریس ته په لیږل شوي لیک کې ددې جریمې یادونه شوې او ویل شوي چې «دا جریمه یې له نظامي الوتکو او نظامیانو څخه د بې ځایه استفادې په غبرګون کې په دې وزارتونو لګولې».

د دې لیک په یوه څنډه کې راغلې «د افغانستان امنیتي ځواکونو ته غوره روزنه ورکړل شوې او په پرمختللو وسلو سمبال شوي دي چې باید د خطر په وخت کې په عملیاتو پیل وکړي، مګر هغوی د زیات وخت لپاره په یوه لیري سیمه کې اچول کېږي او کله چې په سخت حالت کې هغوی مرستې ته اړتیا لري، د اړوندو چارواکو له لوري مرسته ورته نه لېږل کېږي، چې له امله یې د افغان ځواکونو عملیات ټکني شوي».

یاد لیک زیاتوي چې ددې جریمي د وضع کولو بل لامل له نظامیانو او نظامي الوتکو څخه ناسمه استفاده ده چې تمه ده د جریمې تر وضع کولو وروسته به یې مخنیوی وشي.

یاده دې وي چې تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت په دی اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، بیا دا تورونه بې اساسه بللي او زیاتوي چې، له اداري فساد سره مبارزه یې له لومړیتوبونو څخه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

داچه[[پنټاګون د افغانستان دوه وزارتونه جریمه کړي ]] ساده او بی معنی او مفهومه خبره مه ګڼی په دی کی لاندی مفاهم نغښتی دی : د امریکا پنتاګون او زمونږ د دفاع وزارت او یا زمونږ د ارګ او حکومت حیثیت لری . زمونږ د دفاع او داخله ورازتو د ۶۷۰ میلونو ډالرو جریمه کول کټ مټ هغه ته ورته لکه امریکایی پولیس چه له قانونه سرغړونکو ته د جریمی ټکتونه ورکوی ، یعنی زمونږ حکومت امریکا او د هغوی پنټاګون دی په دی کی خو شک نشته چه مونږ مستعمره او د حکومت به ځای یوه غلامه اداره لرو… نور لوستل »