قیصاري له دوستم سره

لویه څارنوالي: قیصاري د ملي امنیت په غوښتنه ازاد شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب په قیصار کې د اربکیانو عمومي قومندان، په اربکیانو کې د دوستم ځانګړی استازی او د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري تېره جمعه له شاوخوا شپږ میاشتني زندان وروسته خوشي کړل شو.

لویه څارنوالي وايي، قیصاري يې د ملي امنیت د عمومي ریاست په غوښتنه او ټینګار خوشي کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې ویلي، پر قیصاري لګېدلي تورونه خورا ډېر دي، پوره وخت ته اړتیا لري، خو د ملي امنیت ریاست په وړاندیز خوشي شو.

هغه مني چې د قیصاري په اړه پرېکړ نه ده شوې او ان د تورونو د ډېرښت له امله زیات وخت ته اړتیا لیدل کېدله، خو بیا هم خوشي کړل شوی دی.

پخپله نظام الدین قیصاري وايي، عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره خبرې کړې او پر اساس يې دی را خوشي شوی دی.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، قیصاري ځکه محاکمه نه شو، چې په وینا يې پوره «فیل» یې په حکومت کې شریک دی.

تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازو هم قیصاري یو غل، جنایتکار او قاتل بللی و، چې د محاکمې غوښتنه يې کوله.

په جرګه کې د فاریاب استازي فتح الله قیصاري ویلي و، نظام الدین قیصاري په سیمه کې قتل، غلا او ګڼ جرمونه کړي دي.

د ده په خبره هغه په یوه ورځ اوه عام وګړي په عام محضر کې ووژل، خو چا يې پوښتنه هم ونه کړه.

د فاریاب دغه استازی وايي چې د دوستم دې قومندان په سیمه کېد خلک لوټلي او د ولس د ځورولو لپاره يې سخت جنایات ترسره کړي دي.

د نوموړي نیول کېدل د لوېدیځو رسنیو د سر ټکي هم شول، واشنګټن پوسټ يې په اړه خپاره کړي مطلب کې هغه حکومت ته یو سرخوږی یاد کړ.

واشنګټن پوسټ لیکلي و، حکومت ته د قیصاري نیول یو داسې سرخوږی دی چې که يې پرېږدې هم، د تاوتریخوالي د پراختیا اندېښنه شته او که يې نه خوشي کوي هم؛ پر وړاندې يې غبرګونونه لا پراخېږي.

د ورځپاڼې په باور دې پېښې وښوده، چې لا هم داسې ډلې شته چې د مرکزي حکومت پر وړاندې درېدلی شي.

د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې جمعیت هم له جنبش سره غږ یو کړ او په نږدې څلورو ولایتونو کې پراخ لاریونونه وشول.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې په ارګ کې د ننه محمد اشرف غني د قیصار له قومي مشرانو سره خبرو کې ټينګار وکړ، چې زورواکي، مفسد او جنایتکاران به محاکمه شي.

قیصاري له دوستمه مننه کړې، چې د ده د خلاصون لپاره يې هڅه وکړه، هغه له له خلاصېدو سره نېغ د دوستم کور ته روان شو.

حکومت تر دې وړاندې یو بل اربکی قومندان علي‌پور هم یوازې د یوې ورځې لپاره بندي کړای شو، چې هغه هم د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش ازاد کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د