ولسي جرګه: حکومت دې د سولې لپاره خپل‌منځي اختلاف یوې خوا ته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ محمد اشرف غني د سعودي له چارواکو سره ټلیفوني خبرې وکړې، ګڼو حکومتي سرچینو داسې خبر ورکړ، چې د امریکا او طالبانو په مخامخ راتلونکو خبرو کې، چې د دوی په وینا جده کې به وشي، حکومت ته هم د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

طالبانو تېر مازیګر خپل دریځ یو ځل بیا په ډاګه کړ او ټينګار يې وکړ، چې د امریکا او طالبانو له قوي ادرسونو مخامخ خبرو نه دې تبلیغاتي استفاده نه کېږي او «کابل اداره» دې له خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځوي.

د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا پخوانۍ اندېښنه تکرار کړه، چې حکومت حاشیې ته شوی او د سولې په خبرو کې اصلاً خبر نه دی چې څه روان دي.

د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دې علت د حکومت بې وسي او د مشرانو تر منځ يې ناندرۍ او مخالفتونه یاد کړل.

هغه وویل، که هر څنګه کېږي د حکومت مشران او سیاسي څېرې د سولې لپاره باید خپل‌منځي اختلاف پای ته ورسوي.

حکومت چې له پیله د سولې په برخه کې پر واحد دریځ نه لرلو، تورنېږې؛ د سولې برخه کې د طالبانو او امریکا له څو ځلې مخامخ خبرو وروسته لا هم حکومت واحد دریځ نه دی ساتلی.

زلمي خلیلزاد پخپل درېیم سفر کې د کابل ادارې او ځینو سیاسیونو ته ګواښ وکړ، چې که د ده د ماموریت ملاتړ ونه کړي، نو دوی دې هم د امریکا د ملاتړ هیله نه لري.

سره له دې چې د ابوظبۍ تېره ناسته کې د غونډې منځ کې حکومت پلاوی ولېږه، خو بیا هم د ګډون اجازه ور نه کړل شوه، ولسي جرګه د ګوښه توب وېرې اخیستې، خو اجراییه ریاست وايي چې د سولې خبرې د «دوی» پر «مالکیت» پر مخ روانې دي.

د دې ریاست ویاند امید میثم وايي، بهرنیان یوازې زمینه برابروي، نورې ټولې خبرې د «دوی» پر مشرۍ وړاندې ځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د