امریکا ایران د طالبانو په مرسته تورنوي، خو حکومت يې بې اساسه بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي د ایران او طالبانو ګټې سره شریکې شوې او دا هېواد د طالبانو ملاتړ ته مټې را بډ وهلې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی دا دعوې نه شي تاییدولی.

د پنټاګون د راپور له مخې طالبان هم په هېواد کې د داعش له منځه وړل، د امریکایانو وتل او با ثباته افغانستان غواړي او ایران هم د داعش او امریکایانو د ورکاوي تر څنګ یو ارام ګاونډی غواړي چې پولې يې خوندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت صبغت الله احمدي وايي، دوی هیڅ اسناد او شواهد په لاس کې نه لري چې د ایران او طالبانو همکاري ثابته کړي.

د ولسي جرګې د بهرنيو اړیکو د کمېټې غړې رحیمې جامي ازادي راډيو ته ویلي، چې امریکا او ایران خپله دښمني په افغانستان کې پالل غواړي.

پنټاګون دا هم ویلي چې ایران په سیاسي چارو کې هم ژورې رېښې لري او ان د ځینو نوماندانو بریالي کولو مستقیم لاس لري.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ایران د امنیت شورا مشر علي شمخاني کابل ته راغی او د دوه اړخیزې همکارۍ تر څنګ يې له طالبانو سره د خبرو اترو یادونه هم وکړه.

هغه وویل، له طالبانو سره يې د افغان حکومت په همغږۍ او د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره خبرې اترې کړې دي.

طالبانو له دوی سره د ایران د مرستې دعوې وړاندې هم پې اساسه بللې وې، خو د پورته یاد ایراني چارواکي د تازه څرګندونو اړوند يې څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د