
څارونکي بنسټونه: د ټاکنو کمیسیون «ګنګس» حالت ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ د ولسمشریزو ټاکنو د درې میاشتې ځنډ خبر ورکړل شو، پرون د ټاکنو کمیسیون وویل وروستۍ پرېکړه لا هم نه ده شوې، ځينو نورو غړو يې وویل چې نړۍوالې ټولنې يې له مرستو انکار کړی، د دې ټولو تر څنګ څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنو کمیسیون «ګنګس» شوی دی.
د فیفا مشر یوسف رشید وايي د ټاکنو کمیسیون نه د ولسمشریزو ټاکنو وړتیا لري او نه هم د خلکو باور ساتلی شي.
د هغه په وینا د ټاکنو کمیسیون ګنګستوب وضعیت لا ترینګلی کولی شي او خلک لا بې باوره کولی شي.
رشید وړاندیز کوي چې د ټاکنو کمیسیون له دې ګنګستوبه داسې هم وتلی شي، چې له حکومت، سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو سره په ګډه یوه اجماع وکړي او د ټاکنو لپاره دقیقه نېټه باندې چې د ترسره کولو وړتیا يې ولري هوکړه وکړي.
هشت صبح، درشید په حواله وايي چې ټاکنو کمیسیون ولسمشریزې ټاکنې څه، حتی د غزني د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا هم نه لري.
د ټاکنو کمیسیون د مهالوېش له مخې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکې لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي، خو د راپورونو له مخې له دې نېټې درې میاشتې شاته ټېل وهل شوې دي.
د مهالوېش له مخې د مرغومي په لومړۍ ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه پیل شوې وه، چې اوس يې ایله دوه ورځې پاتې دي، خو تر اوسه پورې یوازې یو تن نوملیکنه کړې ده.