
بغلان؛ اربکیانو ځايي چارواکي له پلحصار ولسوالۍ شړلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولایت چارواکي وايي، پلحصار ولسوالۍ کې ځايي اربکیانو یاده ولسوالۍ نیولې، امنیه قومندان او ولسوال يې په بېرته نیولو کې ناتوانه دي.
د بغلان د ولایتي شورا مشر محمد صفدر محسني وايي، یاده ولسوالۍ له لسو ورځو راهیسې د ځايي اربکیانو په لاس کې ده، چې نور دولتي ځواکونه يې پر وړاندې بې وسه دي.
هغه وايي اربکیانو د دې ولسوالۍ نوبهار کلي کې یو تن وژلی او کور يې ورسوځولی دی.
محسني د اربکي قومندان نوم نه دی په ډاګه کړی، خو د بغلان امنیه قومندانۍ وايي، دوی يې پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند اکرام الدین سریع وايي، ډېر ژر به ولسوالۍ بېرته په واک کې واخلي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د شمال یو بل اربکی قومندان نظام الدین قیصاري حکومت خوشي کړ، تر هغه وړاندې يې قومندان عليپور یوازې یوه ورځ بندي کړای شو.
اربکیان چې په پیل کې دولت د طالبانو پر وړاندې «ولسي پاڅون کوونکي» بلل او پرېمانه تمویل ته يې اوږه ورکړې وه، خو د طالبانو له لوري د دې جګړه مارو ځپل کېدو د هغوی د ټوپکو شپېلۍ حکومت ته برابرې کړې.