محمد نبي داسې څه کړي چې د بیګ باش مبصرینو او رسنیو د پام وړ ګرځېدلی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې ملي لوبډلې لخوا درې تکړه افغان لوبغاړي په بیګ باش لیګ سیالیو کې ګډون کړی چې هر یو یې د خپلې لوبډلې په ګټه په زړه پورې لوبې ترسره کوي.

محمد نبي د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا د آلراونډر په حیث لوبیږي، چې تر دې دمه په دواړو برخو کې کامیاب دی، نوموړي څو ورځې وړاندې ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې او یوه ویکټه یې هم ترلاسه کړې وه چې لوبډلې ته یې بریا ورکړه.

همدا ډول راشد خان او مجیب ځدراڼ د اډلیډ سټرایکرز او بریسبین هیټ لوبډلو لخوا لوبیږي چې ښه ثابت شوې دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د بیګ باش مبصرینو او ددې اړوند رسنیزو پاڼو کې محمد نبي د پام وړ ګرځېدلی، راځئ ولولو چې نبي داسې څه کړي؟

د دیسمبر په ۲۳مه د یکشنبې په ورځ د اډلیډ سټرایکرز او ملیبورن رینیګیډز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې د نبي لوبډلې د ۱۷۵ منډو هدف د ۵ ویکټو په توپیر پوره کړ، په دې سیالۍ کې محمد نبي او دده هم ټیمی ډان کریسشن د ۹۴ منډو ملګرتیا وکړه، نبي په ۳۰ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې وې.

ډان کریسش چې له سیالۍ وړاندې لوبغالي ته د راتلو په حال کې و لاره کې یې موټر په ناڅاپي ډول له حادثې سره مخ شو چې بیا روغتون ته وړل شو، خو په همدغې ورځ ماښام لوبډله کې شامل شو، او د محمد نبي سره یې یوځای ستره ملګرتیا هم وکړه.

د لوبې نه سمدلاسه وروسته له محمد نبي څخه خبریالې د ډان کریسشن په اړه وپوښتل چې هغه نن سهار په روغتون کې و او بیا یې تاسې سره اوږده ملګرتیا وکړه څومره متاثره شوئ؟»، محمد نبي ددې پر ځای چې هغه وپیژني په ځواب کې وایي «څوک؟ خبریاله خپله خبره نوره هم څرګنده کوي وایي «ډان کریسش نن سهار په روغتون کې و»، خو نبي وایي: «زه نه پوهیږم چې هغه څوک دی خو خدای دې ښه صحت ورکړي».

د محمد نبي په دې ناخبرۍ نوموړی د مبصرینو د پام وړ ګرځېدلی، چې څنګه د خپل هم ټیمې سره چې لوبډله کې یو ځای وي او په همدغې ساعت یې ورسره ۹۴ منډې ملګرتیا هم کړي وي، د حادثې او روغتون خبر یې لا څه چې د هغه نوم هم نه پیژني.

تېره ورځ یو ورا بیا دواړه لوبغاړي په توپوهنه کې یو ځای شول چې په سکرین د نبي هغه خبرې چې خبریالې سره یې کړې وه بیا وښوده، مبصرینو په خندا سره زیاته کړه چې یا خو نبي د خبریالې په پوښتنه نه دی پوه شوی او یا خو یې په رښتیا هم نوم نه پيژانده، په هر حال د ټولو لپاره حیرانونکې وه.

یاده دې وي چې د بیګ باش لیګ اتم پړاو سیالۍ د درې افغان لوبغاړو په ګډون پېل شوي او تر فرورۍ میاشتې به دوام وکړي، په دې سیالیو کې نن په ۱۲:۴۵ بجې هم یوه سیالۍ ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د