افغانستان

د نن ټکی اسيا په همکارۍ د پکتيکا د سپين ږيري قرآن ليکوونکي ارمان پوره شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): نن ټکی اسیا د روان کال د مرغومي په درېمه نيټه د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د يو تن سپين ږيري بهاول خان چې قرآنکريم يې په خپلو لاسونو ليکلی دی او له خلکو څخه يې د چاپ غوښتنه کړې وه، په اړه يې يو راپور خپور کړ چې يو افغان يې د چاپ چارې په غاړه واخيستې.

بهاول خان چې ۸۷ کاله عمر لري او د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند د پتنې سيمې اوسېدونکی دی، په ۱۹ مياشتو کې يې قرآنکريم په خپل لاس ليکلی دی خو د چاپ کولو وس يې نه لري.

نوموړي له خلکو غوښتي وو چې د قرآنکريم د چاپ په برخه کې دې و رسره مرسته وکړي چې په همدې اړه نن ټکي اسيا دا راپور خپور کړی و او هماغه و چې يو بهر ميشتي افغان «امام الدين ساپي» يې د چاپ چارې په غاړه واخيستې او د خپل څيړنيز مرکز له لوري يې د چاپ ټټر وواهه.

ښاغلي امام الدين ساپي نن ټکي اسيا ته وويل چې قرآنکريم دې په علماوو او قاريانو له بياکتنې وروسته د دوی مرکز ته وسپاري او دا مرکز به يې چاپ او ټولنې ته وړاندې کړي.

بل لور ته د نن ټکی اسيا همکاران په دې هڅه کې دي چې د ښاغلي بهاول خان سره نيغ په نيغ اړيکه ونيسي ترڅو د ښاغلي امام الدين ساپي پيغام ورته ورسوي خو تر اوسه په برخه کې نه دي بريالي شوي.

ښاغلي ساپي وويل چې خپلو همکارانو ته يې سپارښتنه کړې ده چې قرآنکريم به ورته چاپوي او زياتوي چې بهاول خان دې په پيښور کې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ته خپل قرآنکريم وسپاري او هغوی به يې ورته چاپ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

شيخ بهاول خان ته دي را زېری مبارک وي، ده، د ساپي څېړنيز مرکز ښاغلي مشر او د نن ټکي درنو مسؤولينو ته دي الله سبحانه ښه اجرونه ورکړي.

لونګ

د دی قرآن شریف مزایایی څه دي، په کوم خط لیکل سوی او ولی دی په پیښاور کی چاپ شی آیا په افغانستان تر اوسه پوری داسی چاپ خانه نشته. ساپی که لطف کوی نو ولاړ دی شی کابل ته هلته په سلګونو چاپ خانی دي.

غمی،پښتین

د جنګ لپاره میلیاردونه ډالر شته.هم له طالیب سره ،او هم له دولت سره.،خو په لاس لیکل شوی قران چاپ کیدو ته، نه د طالیب لخوا او نه د دولت لخوا لبیک وویل شو. دولت او طالیبان دواړه ادعا لری چه د قران سوزونکی موږنه پریږدو.حالانکه هم دولت هم طالیب دا کار کوی،هغه داسی چه. طالیب ، دولت، امریکا یان،چه څوک قتل کړی ،نو د هغوی په زړه ،او په ماغزو کی، خامخا دقران شریف ایتونه وی . نو چه څوک مړ کړی ،نو د قران ایتونه هم د هغه په ماغزو کی مړه شول کنه؟دثواب په ځای درنده ګناهونه،سوله… نور لوستل »

زیارت ګل

هلکه پشتینه ! حیرانوکی ریفری یی ، طالبانو او حکومت دواړو ته یو شان نمری ورکوی یعنی اخره کی دواړه هم ملامت او سلامت وی ، څومره ښه ، خو یوه پوشتنه درڅخه کوم کله چه د وجدان محکمه فیصلی کوی د وحدان سره یی په اړه مشوره کوی او که خیټي دی څه امر وکړو هغه وایاست مهمه نه ده چه هغه سم او که ناسم وی تاسی ریفری صاحب خو تش لاسونه نه پاتی کیږی صرف خوله بیرته کړی حق وی که ناحق وی پروا نه لری

الحاج استاذ بیانزی

صافی صاحب زما له نزدی دوستانو څخه دی زه یی له نزدی پیژنم زما لیکنی به یی هم نشرولی اوس می لیکنی لږی کمی شوی انشالله شروع کوم یی. په هر صورت ! صافی سره زه یوه ستونزه لرم چه هغه او د هغه ملګری صافی په س او پ لیکی او زه یی په ص او ف لیکم زه هم صافی یم ( ټوقه ) دا چه دی ستر خدمت ته یی ټتر وهلی مونږ یی ستاینه او لمانځنه کوو او دعا ورته کوو چه الله ج ورته اجرونه ورکړی که مونږ ته پکی د څه خدمت کولو اړه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x