روغتیا

که خوب نه درځي د بالښت لاندې هوږه کیږدئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): هغه کسان چې د شپې لخوا د خوب ستونزې لري یوازینی حل یې دی چې د خپل بالښت یا تکیې لاندې هوږه کیږدي، ددې خوشبو په دماغو اغیز کوي او ورسره اندیښنې او ستومانتیا له منځه ځي، او انسان ته ارام ورکوي.

ورځنۍ ستونزې، غمجن حالات او نورو پېښو د خلکو شپنی خوب خراب کړی، خوب د بدن هر ډول روغتیا، ارامتیا او ذهني سکون لپاره اړین دی.

هوږه د الله تعالی له نعمتونو څخه داسې یو نعمت دی چې یوازې په خوړو کې نه بلکې تقریبا د هرې ناروغۍ مخې نېولو کې مرسته کوي، همدا ډول په یو شمېر درملو کې هم ددې ماده استعمالیږي، د پوهانو په وینا د هوږې استعمال د تیرو ۷ زره کالو راهیسې کیږي.

د هوږې استعمال په مختلفو څیزونو کې کیږي، بدن کې د وینې جریان لپاره د هوږې استعمال اړین دی، ځکه چې دا د بدن شریانونه پرانیزي، همدا ډول د غوږ درد، غاښ درد یا د بندونو درد ارامولو لپاره هم استعمالیږي، ددې لپاره هوږه په اغیزمن ځای کښيودل کیږي چې ورسره درد ارامیږي.

پوهان وایي هغه کسان چې د شپې خوب کې ستونزې لري یا خوب نه ورځي ددوی لپاره غوره نسخه داده چې د هوږې یوه یا دوه تکړې د پوستکي سره د خوب پرمهال د بالښت لاندې کیږدي، له ستومانتیا خلاص ارام او غوره خوب به وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x