نظــر

داستاد محمد یاسر د زندان لسمه کلیزه

عمار یاسر

الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله و اصحابه اجمعین ، اما بعد!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

هیله ده ټول روغ او جوړ وی . زه هم تراوسه الحمدلله پخیر یم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی زه تعجب کوم د مسلمان کار ته چې د مسلمان ژوند ټول په خیر دی ، که چیرته مصیبت ورته ور ورسیږي صبر د کا نو دا یې په خیر دی ، او که چیرته نعمت ورته ور ورسیږي او شکر پرې وباسي نو دا يې په خیر دی . او د انسان ژوند ددې دوه حالتو نه بهر نوي .

نو که انسان په مصیبت کې صبر کول زده کړي او په نعمت شکر کول زده کړي ژوند یې ټول خیر ګرځي .

پرون نوبت کې ستاسې له خوا څه احو ال رانغي زه هم څه نوي خبرې نلرم .صرف ددې لپاره مې درته خط ولیکه چه تاسې مطمین وی او شیطان په زړه کې وسواس درته وانه چوي . نور مو په الله سپارم .

حفظکم الله ورعاکم .

ابو عمار پنجشنبه د کال اخره ورځ .

نوي کال (۱۴۳۱ هـ ق) دې الله د خیر،عافیت او فتوحاتو کال وګرځوي، کل عام وانتم بخیر.

د همدې لیک بل مخ (اشعار)

د جهاد په لار چې ځۍ مینې به پریږدئ
زړه به ټول کړۍ له دنیا نه هیلې به پریږئ

نه به زلفې یادوۍ نه تور خالونه
د زولنو شرنګ ته تیار بړنګی به پریږدئ

یا به پروت وې د زندان تورو تیارو کښې
یا به ګرځې په سنګر پلمې به پریږدئ .

مال اولاد چې شي فتنه همدا یې وخت دی
تا خرڅ کړی په الله پښیماني پریږدئ .

چه مړ نشې په والګی د خنزیرانو
شهادت ته بیړنۍ فدایی پریږدئ .

اې ملالې انا ګوره خفه نشې
انګریز به بیا له میوند تښتي لږ يي پریږدئ.

د کوه نور الماس به بیرته ترینه راوړي
چه افغان ورته دمه شي لږ پریږدئ .

۳۰/۱۲/۱۴۳۰ هـ ق


پورتنی لیک او اشعار استاد محمد یاسر د پاکستانی زندان څخه په نیټه ۳۰ ذې الحجه ۱۴۳۰ هـ ق خپل کور ته استولی و .

استاد یاسر چې په ۳۰ دسمبر ۲۰۰۸ د پاکستان استخباراتو لخوا په پیښور کې نیول شوی و دا دې په ۳۰ دسمبر ۲۰۱۸ یې لس کاله پوره شول خو تراوسه یی لا کورنۍ ته د ژوند او مرګ په اړه د یقین وړ معلومات ندی رسیدلی .

په همدې موخه مو د خپلو هیواد والو او نورو مسلمانانو سره دا لیک شریک کړ ترڅو استاد یاسر او نور مظلوم بندیان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتۍ .

عمار یاسر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

که ژوندی وي الله(ج) دې د ټولو بنديانو سره ټوله تکليفونه ورته آسانه او ټوله عبادتونه قبول کړي ،که شهيد شويوي الله(ج) دي دټولو شهيدانو سره جنت الفردوس ور نصيب کړي آمين يا رب العالمين

الحاج استاذ بیانزی

مونږ څوک او استاذ یاسر څوک چه مونږ به ورته دعا کوو چه مونږ ته دی هم د یاسر صاحب په شان د نورو پیاوړو او زړورو مجاهدینو او شهیدانو پوهه، زړورتیا ، پیاوړتیا او شهادت ته لیوالتیا را په برخه کړی، دا چه مونږ ژوندی او هغوی شهیدان شوی خو د مرګ وخت کی د هغوی د نیتو پوری هم اړه لری خدای مه کړی چه نیتونه یی ورته نفس و شیطان نه وی متزلزل کړی ځکه زمونږ د ژوندو دعاوو ته اړه لری یعنی څوک چه مړ شی د هغه شییری او دعاووی یا خیر و شر رسول… نور لوستل »

جميل

محترم بيانزی صاحب السلام عليکم ورحمته الله ؛ داچي کوم بي علمه او ناپوه په سلو خبرو کي پنځوس غلطی هم وکړي څه پروا نلري خو که کوم عالم او پوه په سلو کي يوه وړه اشتباه هم وکړي او کوم نالوستی هم په هغه پوه شي بايد چي ورته ويې وايې چي محترمه دا خبره زما په کوچنی ذهن کي داسي ده که غلط پوه شوی يم په پوه مي کړه ، خوداچي د پيرزوينی او نيک نيته به ورته وايې . په پورتنې ليک کي ياسر صاحب د خپل قريب شهيد استاذ محمد ياسر لپاره سره د نورو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! تاسی ته زما د تبصری په اړه سو تفاهم خلق شوی. که تاسی خپلی لمړی تبصری ته مراجعه وکړی، تاسی هم ورته د شهادت د قبلولو دعا کړی که تاسی باوری یاست چه د هغه شهادت قبول شوی بیا ورته دعا ولی کوی ؟ یاسر صاحب، زما نزدی ملګری څلویښت کاله دمخه مونږ د څه وخت د پاره د بشاور په سکندرپوره کی یوه حویلی او د احمدشاه مسعود سره به یوه کوټّه کی اوسیدلو ، له هغه وروسته د طالبانو د حکومت وخت کی کوم هیواد کی چه زه یم… نور لوستل »

جميل

محترم بيانزی صاحب سلام عليکم ورحمته الله وبرکاته ؛ اصحابو کراموهم جدال او مباحثه کول (وکان الانسان اکثر شيئاََ جدلا) انسان خلق شوی همداسی دی ، خو د اصحابو کراموعادت دا و چی په مباحثه کی پرخپله خبره نه ټينګيدل او وحق ته ژرتسليميدل . زما په اند دا دومره پيچلی او مغلقه خبره نده چی د نورو طالبی عملی عالمانو سره يی شريکه کړم . څنګه چی تاسو ليکلی چی وماته سوء تفاهم پيښ شوی همداسی به وی بل داچی لکه چی ما ونشوای کړای چی سم يی تشريح کړم ، خوستاسو پرځواب سربيره زما سوء تفاهم او غلط… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط انالله وانا اليه راجعون ط الله سبحان وتعالی ته لاس په دعا يم چي دحشر په ورځ شهيد استاد ياسر او داسلامي امت نور شهيدان د حشر په ورځ د بدر او احد د شهيدانو په ‌‌‌‌‌‌ډله کي راحشر او هغه مقام ور په برخه کړي ، کوم چي الله سبحان وتعالی په خپل کلام کي ورسره وعده کړې ده . او دالله جل جلاله سپيڅلي حبيب محمد رسول الله يي خبر راکړی دی . امين يارب العالمين چي په لاره دالله کي تر سر ځار وي هغه ځل په اسمان ستوری دسهار وي مړي… نور لوستل »

Adam Khan

Oh You Strong MOMEN, and Strong Believer, And you are still smiling .in prison.

Yasir Saib Sallam On You.
. I am glad your poems are making you smile but made me cry too much.
Guess what that day is very close that you would be free.

INSHALLAH

عبدالولی (فهیم)

رب العزت دی پری خپل فضل او کرم وکړی او پخیرسره دی د چټلستان له زندانه راخلاص کړی.
یا الله ته مونږ ته دا همت راپه برخه کړه چی لدی جاسوس او غلام چټلستان نه خپل د پاکو شهیدانو غچ واخلو .
آمین یارب العالمین

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! زه له تاسی سره او ستاسی په شان نورو خوږو مجاهدو او مسلمانو ورونو سره کله هم مجادله نه کوم، مجادله کله هم جواز نه لری مګر الله ج مونږ ته رایادوی چه د انسانانو په فطرت کی لکه د حرص په شان د مجادلی بد خصلت هم نغشتی ځانونه تری وساتی که صحابه وو هم کومه مجادله کړی وی هغه هم ښه نه دی شوی جدال د شیطان مداخله ده، مونږ باید تل د ګډو وډو سره مجادله وکړو خو کله کله مو شیطان لړزوی د ښو مقابل کی هم مجادله لرو ( لمړی زه او… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x