نظر پوښتنه: دوه پنځوس سلنه امريکایان له افغانستان څخه د عسکرو ايستل غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره اوونۍ ټرمپ له سوريې څخه د خپلو عسکرو د ویستلو امر وکړ، يوه ورځ وروسته یې له افغانستان څخه هم د خپلو ۱۴ زره عسکرو نيمايي هغو د ويستلو خبر هم ورکړ.

د ټرمپ ددې پريکړې په اړه امريکايان په بيلابيلو نظرونو ويشل شوي دي چې ځينې يې موافق او ځينو يې د ټرمپ ددې پريکړې مخالفت کړی دی.

د امريکا د هار ورډ پوهنتون د سياسي مطالعاتو مرکز يوه نظر پوښتنه ترسره کړې ده چې په کې يې له سوريې او افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ويستو په اړه د خلکو نظرونه راټول کړي دي.

ددې نظر پوښتنې راپور چې د امريکا په ده هيل ورځپاڼه کې نشر شوی دی،

ويل شوي دي چې د امريکا ۵۲ سلنه خلک غواړي چې په سوريې او افغانستان کې ميشت امريکايي عسکر دې خپل کور ته راستانه شي.

ده هيل ورځپاڼې ليکلي دي چې د ټرمپ دا ناڅاپې يواځې امريکايانو ته مګر د امريکا د حکومت چارواکو او ددې هيواد استخباراتي ادارو ته هم حيرانوونکې وه.

له افغانستان څخه د عسکرود ويستلو ګنګوسې په داسې حال کې راپورته کيږي چې له تېرو نژدې دریومياشتو راهیسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د افغانستان د قضيې د سياسي حل له پاره ګمارل شوی دی چې په همدې تړاو يې افغانستان، قطر، پاکستان، محتده عربي امارات، بيلجيم او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل او هلته يې د هيوادونو او طالبانو له استازو سره له نژدې وکتل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د