قريشي پر افغان سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان سولې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې  ته رسېدلی.

هغه په دوحه کې د قطر صدر اعظم شيخ عبدالله بن ناصر بن خلیفه الثاني، مرستيال صدر اعظم او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن ثاني په ګډون يو شمېر نورو قطري چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

د پاکستاني رسنيو په وينا پاکستاني چارواکي د افغان سولې په اړه د افغانستان او د سيمې هېوادونو سره خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو تر دې وړاندې کابل، تهران، بيجينګ او مسکو ته سفر کړی و او د يادو دولتونو له چارواکو سره يې د افغانستان روانې جګړې د پای ته رسولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مياشت د يوه ليک له لارې د پاکستان له صدر اعظم عمران څخه غوښتي وو، چې د افغانستان سولې په اړه له امريکا سره مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکو د ټرمپ غوښتنې ته مثبت ځواب  ویلی، خو په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې هېواد يې نور په پرديو جګړو کې د کرايې عسکر په توګه کار نشي کولی او وړانديز يې کړی، چې د سولې په اړه له امريکا سره مرستې ته حاضر دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د