asadullah khalid with isaf

د دفاع وزیر د ماتي خبري

رحمت الله تره کی

کومه ورځ چې روسانو په افغانستان تیری کړی وو، ۳۹ کاله او دوه ورځې وروسته، په هغه ورځ، د دفاع وزارت په یو مفشن سالون کې، د حکومت نوی دفاع وزیر په داسي یو حالت کې معرفي کیده چې هلته د امریکایي قواوو تر ټولو غټ قومندان جنرال میلر ناست وو، خالد وویل چې موږ په پنټاګون کوچک کې ناست یو.

له همدي معرفي دوه ورځې مخکې جنرال میلر وویل، موږ د افغانستان جنګ نه شو ګټلای، خو د نوي دفاع وزیر اسدالله خالد خبري عجیب وي، که ډیر ژور سوچ ورته وشي، خبري یې د ماتې وي. لکه ماتې خوړلی پوځي مشر چي غواړي د خپلو مورال لویدلو عسکرو روحیه ور جوړه کړي.

د دفاع وزیر لومړي خبري داوي چي په لومړي کرښه کې به د عسکرو پوښتنه کوم، د هغوی د مورال پورته کولو کوشش به کوم، او د لومړی کرښي زخمیان به په چورلکو کې روغتون ته رسوم.

ناستو ټولو پوځیانو ته یې وښودله چي د اردو د عسکرو مورال ټیټ دی، دارنګه زخمیان د جګړي په کرښو کې پاتي وي.

خالد وویل ، د وزارت په دننه کي به اصلاحات راولي، قومي بستونه به له منځه وړي. خو خالد پوه دی چي دا کار نه سي کولای، په وزارت کي د مارشال فهیم له وخته کسان ګمارل شوي، او وجود لري، خالد به دا کار ونه سي کولای. نو په وازرت کي دننه به مشکلات ولري، دلته به ډیر مصروف وي، دارنګه به د عسکرو پوښتني ته رسیدګي ونه شي کولای.

دفاع وزیر د لوی افغانستان خبره وکړه، په داسي حال کې چې سر اعلی قومندان په امر، د ملي امنیت پخواني مشر حنیف اتمر له پاکستان سره د ډیورنډ په اړه تفاهمنامه امضاء کړي. که دفاع وزیر غواړي چي د لوی افغانستان نوم یاد کړی، د ډیورنډ په کرښه د پاکستان منحوس اغزن تار له منځه وړل به ور تر غاړي وي. او د ده ورور او ملګري جنرال رازق هم اغزن تار په خپله تر واک لاندي سیمه کي نه پريښود.

هغه ډاکټر نجیب چې دوی یې په ضد جنګ کاوو، د هغه شعار چي د مجاهدینو په ضد یې د هغه وخت مورال بایللي کمونسټ عسکرو ته بدرګه کاو، نن یې په پنټاګون کوچک کې خالد د طالبانو په ضد بدرګه کوي.

دفاع وزیر واضح کړه چي هره ورځ راپور اځي چې دښمن انداخت وکړ، موږ دفاع وکړه. له ښار څخه امنیتي قطار تیر شو. دا خبري په دومره لویه غونډه کي د وزیر له خولې په دي اقرار دی چي دوی مورال له لاسه ورکړی.

تر ده له مخه د امریکا هر پوځي قومندان ویلي چي د جګړي شکل بدلوم، میلر هم ویلي، او جان نیکولس هم. خالد به د امریکایې قواو د ټیټ مورال په درشل کې د مورال لویدلو عسکرو د جګړې شکل څه ډول بدل کړي.

جالبه داوه ، یوځل خپلو پوځیانو ته وایي اتکاء په امریکا مه کوئ. دستي بیا وایې میلر او سیسکا نه زه مرسته غواړم، میلر زما ملګری دی، او مرسته به دوی کوي.

خالد ویل زه به هغه وخت اتل یم چي ووژل شم،په تابوت مي بیرغ پروت وي. چي خپله دفاع وزیر د د ښمن د لاسه د خپل مرګ خبره پوځیانو ته وکړي، هغه پوځیانو کې به کوم مورال پاتي وي. د خالد لخوا د خبرو په وخت کې د ډیرو اوبو څښل خپله دا معنی ورکوله چي هغه تر فشار لاندي دی. ډیري اوبه د وینا په وخت کې د وارخطايې علامه کیدای شي.

ویل یې د دښمن ځالګۍ خرابوم، وارخطا وزیره! موږ دي هغه وخت خبرو ته بل ځل غوږ نیسو چي د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار مخه ونیو ل شي.

نه یې خپل ځان وساتلای شو، نه یې د امریکا لپاره کار وکولای شو، او نه ولس ته مخ لري چې خپلې سیمې ته ولاړ شي. کږې خولې په څوک سمیږي .

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

فارسي متل دی،وايي:« لاف نه زنم، شاف نه زنم چه کنم»، شعر:
لو ډبره په دې اخلم لافي ولم
چي نور هيڅ راپاته نه دي په چانټه کي.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

تره کی صاحب سلامونه ،پ
په زړه پوری لیکنه.خو زه باید دا واضح کړم،چه د اسد الله خالید سترګی په رښتیا سری شغلی کوی.دا سړی د پلان سره سم ډګر ته کوز شوی دی،
زما مفته مشوره خو دا ده،چه طالیبان د ځانونه نه په خرابوی،او نه د اسد الله جان خرابوی ،سوله د سره وکړی ،جدی سعودی ته د سره ولاړ شی ،که سوله ونه شوه،مفته کهجوری خو سره وخوری،

بسم الله
میلمه
بسم الله

پشتین صاحب ! [[[ دا جهان به شان د غره دی زمونږ فعل دی اواز هر چه وایی هغه به اوری هغه دم په هغه راز ]]] وایاست چه د خالد سترګی سری دی خوشاله یاست چه د مظلوم اولس وژلو کی تر زارق او دوستم که مخکی نه وو او نه دی وروسته هم نه دی [[ سترګی یی سری شغلی کوی]] سترګی چه یی سری شغلی کوی هغه د دی امله چه طالب مجاهدینو یی د تشو او ډکو لیاره یوه کړی وه. سره د دی چه امریکایانو ورله څه مصنوعی لیاری جوړی کیړخو ګټه یی نه دی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

يوه ورز يوه ليوه يوه گيدره راگير كره، گيدرى د چالاكى ورته وويل چى سترگى دى سرى شغلى وهى ، ليوه وويل نو سه دى وشى ، گيدره ويل داچى ستا سترگى داسى شغلى وهى ته كولاى شى چى د جنگل پاچا شى په ما به دى سه وشى زمرى راچپه كه بالا به پاچا يى، ويل سنگه، ويل ته دلته پت شه زه به هلته پته شم زه به تاته گورم ته ماته گوره كله چى دى سترگى په شغلو شوى زه به اشاره درته وكرم بيا پر زمرى ور توپ كره . دواره پت شول يو زمرى په… نور لوستل »