افغانستان

زابل: طالبان وايي درې پوستې او درې عسکر يې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي چې له امله يې درې پوستې په خپله ولکه کې اخیستي او درې عسکر يې ژوندي نيولي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې تيره شپه د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ اړوند د لعلي کلي هديرې د زيارت په پوسته يې بريد کړی دی چې له امله يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او درې تنه عسکر يې ژوندي نيولي دي.

احمدي وايي چې د تيرې شپې په بريدونو کې يې ګڼ شمير درنې او سپکې وسلې هم نيولي دي.

طالب وياند زياتوي چې په دې بريد کې طالبانو ته هيڅ تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه په دې اړه د زابل ولايت امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x