ورزش

د راشد خان پلار وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو سوکه توپ اچونکي راشد خان پلار محترم خلیل خان د ورپيښې ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی.

نن د یکشنبې په ورځ د ملي اتل پلار د ورپيښې ناروغۍ له کبله په پيښور حیات اباد کې ساه ورکړه.

د نوموړي جنازه به نن ماښام ۶ بجې د حیات اباد په شلمان پارک فیز ۶ کې ادا کیږي.

د راشد خان پلار په افغانستان کې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی خو اوسمهال کورنۍ یې د پيښور په حیات اباد سیمه کې میشت ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر فیسبوکپاڼې د یادې پېښې خبر او د تسلیت پیغام خپور شوی، « د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او ټول غړي په دې ویر کې ځان شریک بولي، خدای بښلي ته له الله تعالی فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر غواړي».

یاده دې وي چې راشد خان دا مهال په استرالیا کې د بیګ باش لیګ سیالیو بوخت دی، تر دې دمه یې د پلار مړینې او راتګ په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x