کرمه ایجنسی: په راکټي برید کې پنځه کسه وژل شوي
نن ټکی آسیا: نن د افغانستان او پاکستان پولي ته نيژدې د کرمي اجنسۍ د شهیدانو ډنډ په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د سورلیو پر یوه بس باندي د راکټ فایر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه د یوې ښځي په شمول پنځه تنه ووژل شوه.
په دغه پېښه کې وژل شوي کسان د خوست ښودل شوي دي، چې غوښتل یې د افغانستان څخه پاکستان ته را تېر سي.
په یوه بله پېښه کې نن دوه کسه د کرمي ایجنسۍ په ماتوزا سیمه کې په ډزو وژل شوي.
دوې ورځي تر مخه هم په دغه سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له خوا 45 کسه برمته شوي وه، چې بیا وروسته 15 د هغو څخه را خوشي کړه شوه، او د پاتو 30 کسانو برخلیک لا تر اوسه نه دی مالوم..