افغانستان

ميدان وردګ: هوايي بريد کې د مدرسې يوولس زده کوونکي وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په دريو کليو هوايي بريدونه شوي دي چې په نتيجه کې يې د يوې ديني مدرسې ۱۱ تنه زده کوونکي وژل شوي.

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي وايي چې تيره شپه ددې ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په دريو کليو هوايي بريدونه وشول چې له امله يې د پټانخيلو په سيمه کې د يوې ديني مدرسې ۱۱ تنه زده کوونکي وژلي دي.

د حاجي سيال ګل په نامه د سيمې يو قومي مشر افغان اسلامي اژانس ته ويلي دي چې الوتکو ټوله شپه سيمه بمبار کړه او درې کورونه يې هم په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

هغه وويل چې د پټانخيلو په سيمه کې يې د ديني زده کړو يوه مدرسه هم بمبار کړه چې په کې ۱۱ تنه د زده کړو طالبان وژل شوي دي او په وينا يې په دې سيمه کې هيڅ وسله وال طالب موجود نه و.

بل لور ته د ميدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي چې په سيد اباد ولسوالۍ کې يې ۱۵ تنه طالبان په هوايي بريد کې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې میدان وردګ ولایت يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چې وخت په وخت ورڅخه د هوايي بريدونو او جګړو راپورونه ورکول کيږي چې ډيری قربانيان يې ملکي وګړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x