افغانستان

ننګرهار: چپرهار له پاره د داعش ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ له پاره د داعش وسله والې ډلې ولسوال په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په چکاو سيمه کې د داعش له لوري ددې ولسوالۍ ولسوال محمد سفير چې په رياض الله مشهور و د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د چپرهار ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي افغان اسلامي اژانس ته ويلي دي چې دا بريد تير ورځ مازديګر ناوخته ترسره شو چې په
کې يې رياض الله په نښه کړی دی.

سرچينې ويلي دي رياض الله چې اصلي نوم يې محمد سفير او د شير دل خان زوی و، د چپرهار ولسوالۍ د تريلي د سيمې اوسېدونکی و چې د داعش په ليکو کې يې فعاليت کاوه.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ هم د ياد داعشي ولسوال وژنه تائيد کړې ده.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايت په پچير اګام او هسکې مينې ولسواليو ترمنځ د داعش ډلې د سيمه ييزې راډيو مسؤل هم په هوايي بريد کې وژل شوی و.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

انالله و اناالیه راجعون.
د مشرکینو، تعویض او زیارت پرستو غازی به الله بخښی. سوله خو هسی د خارجیانو په لاس کی ده، جنګ خو له پخوانه خارجی وه نو بیا بهتره ده چی سړی د الله پاک لپاره شهید شی نه د پردیو د استخبارات لپاره.

بسم الله

یاره لونګ صاحب ! دا چه د چا د ګټو د پاره کمیشن کاری کوی کوه یی ، مګر ستاسی د کمیشن کاری کړنی غیر مسلکی او ستاسی شخصیت ته صدمه رسوی د دی په ځآی طالب مجاهدینو ته تاوان ورسوی حتی ګټه ورته رسوی یوه کټه یی هم دا ده چه کوم بزنس ډير ښکته شی بیا د لونګ صاحب په شی بی مسلکه مزدوران په کمو معاشو نیسی دا معنی چه هغه بزنس د هغو کم کیفیتو مزدورانو په شتون کی بلاخره د سقوط سره مخ کیږی یعنی د کابل له غلامانو او بادارانو څخه ستاسی مستقیم او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x