ټولنیزه برخه

اسلامي هجري تاریخ ته ولي هجري ویل کېږي؟

راټولونه او ترتیب: م. حمد الله دانشمند

اسلامي هجري تاریخ د اسلام د ستر لارښود “محمد” – صلی الله علیه وسلم – و مدینې منورې ته د هجرت له امله، “اسلامي هجري” نومول شوی.

داچې ولي اسلامي تاریخ له همدې نېټې نه پیل شو، په اړه یې ویل شوي: د امیر المؤمنین “عمر بن الخطاب” – رضی الله تعالی عنه – د خلافت په درېیم/څلورم کال، “ابو موسی الاشعري” – رضی الله تعالی عنه – نوموړي مبارک ته لیک واستاوه، په هغه کې لیک و:

“تأتي إلينا كتب منك لا تحتوي على تاريخ”

ژباړه: ستا له لوري لیکونه راځې خو په تاریخ بډای نه وي؛ له همدې امله د وخت خلیفه – رضی الله تعالی عنه – صحابه کرام را غونډ کړل، یاده ستونزه یې هغوی ته وړاندې کړه. ځینو د فارس، ځینو د “روم” تاریخ یاد کړل؛ خو پرې موافقه ونشوه.

یو لړ بحثونه وشول، د هغوی په رڼا کې په دې سره یو موټی شول، چې تاریخ به له نبوي زرینې زمانې نه پیل کوو؛ خو له میلاد، هجرت، بعثت او که د هغه علیه السلام له رحلت نه؟ د یاد خلیفه – رضی الله تعالی عنه – رایه دا وه، چې باید له هجرت نه یې پیل کړو؛ ځکه هجرت هغه ستر تحول و، چې حق او باطل یې سره ووېشل؛ د ټولو صحابه کرامو رایې هم پر دې را ټولې شوې؛ لهذا د اسلامي تاریخ ( نېټې) پیل د هغه علیه السلام له هجرت نه، وشو.

امیر المؤمنین “عمر بن الخطاب” – رضی الله تعالی عنه – د همدې تاریخ واضع (ټاکونکی) شول، چې زمونږ واړه نېټه دار دیني عبادات او احکام پر همدې محور را څرخي.

“اسلام ویب” لیکي: یاد خلیفه -رضی الله تعالی عنه- نوی کال له “محرم” نه له دې امله پیل کړ، چې حجیان په همدې میاشت کې بېرته کورونو ته واپس کېږي.

و اسلامي میاشتو ته نومونه د کوم مناسبت او وړتیا له مخې ایښودل شوي؟
شیخ علم الدین السخاوي _ رحمه الله تعالی _ یې په اړه لیکلي:

(۱): محرم: یادې میاشتې ته له دې امله “محرم” ویل کېږي، چې جګړه پکې حرامه وه.

(۲): صفر: دې میاشتې ته “صفر” له دې امله ویل کېږي، چې په همدې میاشت کې به عربو خپل کورونه د جګړو او سفرونو له امله خالي کول. صفر، خالي کېدلو ته ویل کېږي.

(۳): ربیع الاول: دې میاشتې ته له دې امله “ربیع الاول” ویل کېږي، چې په همدې میاشت کې به عربو د پسرلي ابادۍ مخته وړې.

(۴): ربیع الاخیر: دا میاشت له دې وجې “ربیع الاخیر” نومول شوې، چې د لومړۍ “ربیع” شا یې تعقیب کړې.

(۵): جمادی الاولی: دا میاشت له دې امله، په همدې نامه نومول شوې، چې په دې میاشت کې به اوبه د سختې یخنۍ له کبله کنګل کېدلې. “جمادی” له جمود نه پنځول شوې ماده ده، چې وچوالي او کنګلتیا ته وایي.

(۶): جمادی الاخیر: یاده میاشت له دې کبله “جمادی الاخیر” نومول شوې، چې له لومړۍ “جمادي” نه، د نیابت دنده پر غاړه لري.

(۷): رجب: “رجب” تعظیم او احترام ته وایي. نوموړې میاشت له دې کبله رجب بلل شوې، چې عربو به د یادې میاشتې د احترام او تعظیم په پار له هر راز جګړې نه لاس اخیست.

(۸): شعبان: له “تشعب القبائل” نه اخیست شوې ماده ده، په همدې میاشت کې به عرب د لوټماري، جګړو/اوبو موندنې په موخه په بېلا بېلو ډلو-ټپلو وېشل کېدل؛ له همدې امله ورته “شعبان” ویل کېږي.

(۹): رمضان: نوموړې میاشت له دې امله په همدې نامه نومول شوې، چې هغوی ور سره په لومړي ځل د سختې ګرمي پر مهال لاس او ګرېوان شوي. “رمضان” له “رموض الحر” نه را وتې ماده ده، چې سختې ګرمۍ ته ویل کېږي.

(۱۰): شوال: یاد میاشت له دې امله “شوال” نومول شوې، چې په همدې میاشت کې به د اوښو شودې کمېدې او له خوار ځواکۍ سره به مخ کېدې. “شوال” له “تشولت الابل” نه را ټوکېدلې کلمه ده، چې د شېدو وچېدلو ته ویل کېږي.

(۱۱): ذوالقعدة: دې میاشتې ته له دې وجې “ذوالقعدة” ویل کېږي، چې په همدې میاشت کې به هغوی له جګړې، کوچ او چېرته تلو نه کېناستل. “قعدة” ناستې ته ویل کېږي.

(۱۲): ذوالحجة: یادې میاشتې ته له دې کبله “ذو الحجة” ویل کېږي، چې عربو تر اسلام وړاندې هم، په همدې میاشت کې حجونه ادا کول.

یادونه: اسلامې میاشتې واړه(۲۹/ ۳۰) رازي، یواځې “ذوالحجة” د درو لسیزو په اوږدو کې یو ځل تغیر مومي.

یوه اړینه سپارښتنه: درنو لوستونکو! د میلادي نوي کال مبارکي یو بل ته مه ور کوئ، مه په همدې ورځ موټاياني او حلواوي ویشئ دا یو ناروا او حرام عمل دی. د همدې تاریخ بنسټ نصاراوو ایښی دی. په همدې ورځ مبارکي له هغوی سره مشابهت دی. زمونږ په سپېڅلي دین (اسلام) کې راته سپارښتنه شوې، چې له هغوی سره په اړونده چارو کې، مشابهت مه کوئ، که چا همداسې وکړل؛ نو له هغوی نه، ګڼل کېږي. مسلمانان باید له هغوی نه رغنده توپیر ولري، د هغوی پیروي باید و نکړي.

نبي علیه السلام مبارک فرمايي:(ليس منا من تشبه بغيرنا، لا تشبهوا باليهود ولا بالنصارى….[الطيبي، شرح المشكاة ٣٠٤٥/١٠] ژباړه: له مونږ نه، نه ده هغه څوک، چې له مونږ پرته له نورو سره مشابهت کوي. له یهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.

سرچینه: [المشهور في أسماء الأيام والشهور، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، بحوالة فتح الباري 7 / 268 ط الرياض. والكامل لابن الأثير1 / 9 ط المنيرية مع زیادة و تقصیر]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x