افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې رسما وځڼدېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسون اعلان وکړ چې په راتلونکې اپریل میاشت کې تر سره کیدونکې ولسمشریزې ټاکنې يې درې میاشتې ځنډولې او اوس به د جولايي میاشتې پر ۲۰مه نیټه تر سره کیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر ګلا جان عبدالبدیع د رسنیو سره په خبرو کې د ټاکنو د ځنډولو یو مهم سبب دا یاد کړ چې په پارلماني ټاکنو کې د ستونزو له امله دوی مجبورا ولسمشریزې ټاکنې وځنډولې.

بلخوا د اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي هم د ټاکنو کمیسون پرېکړې ته هر کلی ویلی دی او ویلي يې دي چې دوی هم نوې نیټه تاییدوي.

باید وویل شي چې نن د ټاکنو کمیسون ویاند رضا روحاني ویلي وه چې دوی به ټاکنې پر خپل وخت تر سره کړي او ځنډول یې هیڅ د منلو وړ نه دي.

په دې وروستیو کې د ولسمشریزو ټاکنو، موقت حکومت، بین الافغاني مذاکرات او د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو بحثونه تاوده دي، تر اوسه معلومه نه ده چې د حکومت د پخوانیو ټینګارونو سربېره د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو اصل علت به څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x