عمران خان په ترکیه کې د اردوغان سره پر افغان سوله خبرې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان راتلونکې اونۍ ترکیې ته سفر وکړي او هلته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني.

د راډیو پاکستان د راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (جنوري ۳مه ۲۰۱۹ ) د ترکي ولسمشر اردوغان په بلنه ترکیې ته د دوه ورځو لپاره د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا سفر وکړي، چیرې چې به هغه د ترکي ولسمشر اردوغان سره د لیدو تر څنګ د هیواد د نورو جګپوړو چارواکو او تجارانو سره وویني.

د جیو نیوز د راپور سره سم عمران خان به د اردوغان سره د ملاقات پر مهال د افغانستان د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړي.

د نوموړي سره به د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په شمول ګڼ شمېر وزیران او جګپوړي چارواکې مل وي.

دا خبرونه وروسته تر هغه رسنیز کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم افغانستان، چین، روسیې او قطر ته سفرونه کړي دي او د افغانستان د سولې اړوند پروسه یې د ملاقاتونو په ایجنډاو کې شامله وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

هر څکوک هري لوري منډي وهي ، لکه افغانستان چي تياره ګوله وي ، چي ژر يې خولې ته کي او يا يوه ونډه خو پکي ولري ، هغه ګوله چي ۴۹ زورورو وږو ونکړای شوای چي تر ستوني ئې تيره کړي ، دا بيچاره ګان خو به يې خولی ته هم ونکړای شي ، د دوی ټولو په ګټه اوس دادی چي ترګولې دی تيرشي خپله هغی دی خوري ، که زمونږ نه څه پاته شول نه ئې ځني سپموو . که پدوی کي يوڅه ايمان او يا يوڅه وطنی غيرت وي خو همدا يې وخت دی چي د… نور لوستل »