بنګله دیش: اپوزيسيون د ټاکنو پایلې رد کړي، د تاوتريخوالي پېښو کې ۱۷ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): بنګله ديش کې اپوزيسيون ګوندونو د پارلماني ټاکنو پایلې رد کړي او له تاوتريخوالي ډکو احتجاجونو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

اپوزيسيون ګوندونو ټاکنې له درغلۍ ډکې بللي او ټینګار يې کړی، چې ټاکنې دې لغوه اعلان شي.

اپوزيسيون تور پورې کوي، چې حکومتي چارواکو د دوی پلويان ګواښلي او په زوره يې د واکمن ګوند پر پلوۍ رايو اچولو ته اړ کړي دي.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ليکلي، چې بنګله دېش کې د صدر اعظمې شيخ حسينه واجد د ځواک او واکمنۍ له امله پارلماني ټاکنې يو ډول جوړ شوې ټولپوښتنه بلل کيږي او شونې ده، چې حسينه واجد د درېيم ځل لپاره صدر اعظمه وټاکل شي.

شيخ حسينه واجد د عوامي ليګ واکمن ګوند مشره ده، هغې خپله سياله د بنګله ديش نېشنل ګوند او اپوزيسيون مشر خالده ضيا د مالي فساد په تور له سياست څخه نااهله کړې او اوس په زندان کې ده.

د خالده ضيا په نه شتون کې د اپوزيسيون ګوندونو ۸۲ کلن کمال حسين په مشرۍ يوه ايتلاف جوړ کړی دی.

کمال حسین د شيخ حسينه واجد د ګوند پخوانی غړی و، چې اوس په اپوزيسيون کې دی.

رسنۍ وايي، چې د ټاکنو لپاره د رايې اچونې له پيله تر پایه په شپږو ولسواليو کې د اپوزيسيون او واکمن ګوند ترمنځ نښتو کې ۱۷ کسان وژلي او ګڼ نور ټپيان دي.

پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تلويزونونه بند او ۷ خبريالان بنديان

د عامو ټول ټاکنو پر مهال واکمن ګوند د بنګله ديش يو شمېر وتلي تلويزونونه تړلي او ۷ لوړپوړي خبريالان هم بنديان کړي دي.

اسوشيټېډ پريس د چارواکو له خولې ليکلي، چې د جمونا په ګډون يې د يو شمېر تلويزونونو خپرونې ځنډولي دي.

د يادونې وړ د ه، چې د بنګله ديش دوه ځواکمنې ښځې شيخ حسينه واجد او خالده ضيا له ۱۹۹۹۰ کال راهيسې پر بنګله دیش حکومت کوي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې دا درېيم ځل دی، چې حسينه واجد واک ته رسيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د