امريکايي سناتور: ټرمپ له سوريې د پوځيان ويستلو پرېکړه بېرته اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امريکا جمهوري پلوي سناتور لينډسي ګراهام وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ چمتووالی ښودلی، چې له سوريې د خپلو پوځيانو د ويستلو پرېکړه بېرته واخلي او تر څو، چې هلته داعش ډلې په بشپړه توګه ماتې نه وي ورکړل شوي، امريکايي پوځيان به هلته پاتې وي.

سناتور ګراهام له ولسمشر ټرمپ سره له غرمنۍ تېرولو وروسته رسنيو ته وویل: «ولسمشر لا هم په جدي توګه فکر کوي، چې له سوريې خپل پوځيان څنګه وباسي، خو اوس مهال زموږ لپاره د امريکا ملي ګټې  اړينې دي.»

هغه زياته  کړې، ولسمشر ده ډاډ ورکړی، چې په سوريه کې د داعش ډلې له بشپړې ماتې وروسته به امريکايي پوځيان له سوريې وځي.

له ولسمشر ټرمپ سره له ليدو لږه شېبه وړاندې سناتور ګراهام په سپينه ماڼۍ کې سي ان ان  ټلويزون ته وويل، دی به له ولسمشر څخه وغواړي، چې له سوريې د پوځيانو ويستلو په اړه له نظامي چارواکو سره وګوري او په دې تړاو پر خپلې  پرېکړې بيا کتنه وکړي.

دغه امريکايي سناتور ټينګار کړی، چې له سوريې د پوځيانو ويستلو په اړه بايد له بشپړ دقت څخه کار واخيستل شي؛ ځکه چې له سوريې د امريکايي پوځيانو وتل، د اسرائيلو له نظره د ایران په ګټه او کردي ملېشو د ځپلو او ناکامۍ په معنا دي.

د يادونې وړ دي، چې د روان دیسمبر مياشت په ۱۹مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه ناببره اعلان کې له سوريې د خپلو پوځيانو د ويستلو اعلان وکړ، خو يو شمېر سناتورانو او جنرالانو د ټرمپ له دغه اعلان سره مخالفت ښودلی دی.

د امريکا دفاع وزير جميس مټیس او سوريې لپاره د سپينې ماڼۍ ځانګړي استازي بريټ مک ګرک د ټرمپ پرېکړې سره د مخالفت له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې او د کانګريس يو شمېر غړو هم پرې نيوکې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د