
يوه ښځينه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې په توګه وټاکل شوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په اقتصادي چارو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وزيره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه.
د ارګ وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي رسنیو ته ویلي دي چې د محمد اشرف غني په امر عادله راز د محمود صيقل په ځای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې په توګه ټاکل شوې ده.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ زيږديز کال د اکتوبر له ۲۷ مې نېټې راپه دې خوا محمود صيقل په ملګرو ملتونو د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کوله.
د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې يوه ښځينه په ملګرو ملتونو کې د استازې په توګه ټاکل کيږي.
د يادونې وړ ده چې د تیرو حکومتونو په پرتله په ګډ حکومت کې په لوړو چوکيو د ښځو ګمارنې زياتې شوي دي.
تيره مياشت هم د رويا رحماني په نامه يوه ښځينه په امريکا کې د افغانستان د سفيرې په توګه ټاکل شوې ده.
کاشکې حکومت هغه د هزاره ګۍ نجلۍ د سينې او …ناټيو فولادي پوښ ورسره ولېږي چې هم ځان ورکې وساتي او هم يې نړيوالو ته د افغاني سيکولرانو د اوسنيو (لاسته وروړنو) په حيث معرفي کړي.
زړه سواند صاحب سلامونه.
افرین ښه مشوره د ورکړی.د طالیبانو د برق کیبل د هم ورسره یوسی،دواړه شیان هم د برق کیبل او هم هزاره ګی ،خورکی د (اوسپنی دفاعی سیستم )دواړه د م.م. دفتر کی د میز په سر کیږدی، تشریح د ورکړی
نور قضاوت د دنیا ته پریږدی،موفق اوسی،
بيشرفه غني غواري چي د سيكولر زنانه او سيكولر زوانانو ونده نوره هم په غلام دولت كي ديره كري .
د ښځو د طبیعی جوړښت او فطرت له مخی باید د کور دننه د ماشومانو د جوړولو ، راوړلو ، لویولو، څارلو، ساتلو او د کور دننه ډيری نوری دندی ترسره او نارینه د خپلی طبیعی توانایی، جوړښت او کیفیت له مخی د کور دننه شاقه او په درنو کارونو سربیره د کور بهر ټولی درنی کړنی تر سره کړی چه له امله یی د هغه کورني او د هغه ټولنی مادی او معنوی حیثیت لوړیږی د ښځینه وو او نارینه وو دواړو انسانی کرامت او عفت خوندی ساتل کیږی دغه ده د ښځو او نارینه وو د حقوقو څارل،… نور لوستل »