افغانستان

زرمت: هوايي بريد؛ جومات او څلور کورونه نړولي ۶ ولسي وګړي يې وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريد يو جومات او څلور کورونه نړولي او شپږ تنه ولسی وګړي يې وژلي.

د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې ددې ولسوالۍ په سرکي او مموزو سيمو کې په هوايي بریدونو کې څلور کورونه او يو جومات نړېدلی او له هغې وروسته عسکرو ولسی وګړي له کوره راويستلي او وژلي يې دي.

په دې بريدونو کې د يو تن پخواني جهادي قومندان او د پکتيا د سولې د ولایتي دفتر غړي محمد نعيم کور هم په نښه شوی دی چې په نتيجه کې يې خپله قومندان نعيم، وررو يې سيد حسين او د کريم، عتيق الرحمن او فتح الرحمن په نامه درې زامن يې وژل شوي دي.

تر اوسه په دې اړه دولتي سرچينو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونه او د ګډو ځواکونو چاپې تر بل هر وخت زياتې شوي دي چې له امله یې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د امريکا او طالبانو تر منځ د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې اترې روانې دي.

بايد وويل شي چې طالبانو د متحده عربي اماراتو په غونډه کې د امريکا استازي ته په افغانستان کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونو او چاپو خپله انديښنه څرګنده کړې وه او ددې بريدونو د بندېدو غوښتنه يې کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x