افغانستان

تخار: د درقد ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ امنيه قومندان ډګروال عمر نن سهار د تالقان په ښار کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د تخار ولايت د امنيه قومندانۍ وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي دي چې ډګروال عمر نن سهار د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې هغه مهال ووژل شول کله چې يې له موټر پسې نښتي مقناطيسي ماين وچاودېده.

هجري وايي چې په دې چادونه کې د نوموړي درې ساتونکي هم سخت ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x